1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اپوزيسيون د ژنيو په کنفرانس کي ګډون ته تياری ښوولی

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۲۰, دوشنبه

د سوريي د اپوزیسیون تر ټولو ستري ډلي«د سوريي د ملي جبهې ایتلاف» چې د لویدیځو هیوادونو له ملاتړ څخه هم برخمنه ده، د شرطونو په وړاندي کولو سره د ژنیو په کنفرانس کې د ګډون له پاره خپله امادګې ښودلي ده.

https://p.dw.com/p/1AFA8
انځور: picture-alliance/dpa

په استانبول کې د سوريي د ملي جبهې ایتلاف(Syrian National Coalition) په خپله غونډه کې د رایو په اکثریت سره په دغه کنفرانس کې د ګډون کولو پریکړه وکړه. د رای اچوني بهیر د یکشنبې په ماښام«نوومبر۱۰نیټه» ترسره شوه. د ملي جبهې ایتلاف په دغه کنفرانس کې د ګډون له پاره درې شرطونه وړاندې کړي دي.

د لومړي شرط له مخې د سوريي د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې حکومت باید مرستندویه ټولنو ته اجازه ورکړي تر څو په دغو سیمو کې اړینو خلکو ته بشري مرستې ورسول شي.

دوهم شرط دا دی چې د سوريي حکومت دي سیاسي بندیان آزاد کړي په ځانګړي ټوګه ښځي او ماشومان. د سوريي د اپوزیسیون د ملي جبهې د وروستي شرط پر اساس په دغه هیواد کې باید حکومت بدل شي.

په استانبول کي د سوريي د اپوزیسیون غونډه له دوو ورځو راهیسې روانه ده. دغه غونډه به نن د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۳ کال د نوومبر ۱۱) هم روانه وي. تر اوسه پوري دا معلومه نه ده چې د بشارالاسد حکومت به د سوريي د اپوزیسیون د شرطونو په ځواب کې څه ډول غبرګون وښيي. همدارنګه په دې اړه روسيې او امریکا متحده ایالاتو لا تر اوسه نظر خپل نظر نه دی څرګند کړی.

په سوريه کې د اسلامي جهاد ډله چې د حکومت پر ضد د جګړې په حال کې ده د ژنیو د کنفرانس په مخالفت کولو سره ویلې دي چې دا یو بې نتیجې او بې فایدې کار دی. سربیره پر دې د اسلامي جهاد ډلې ګواښ کړی دی چې که هر څوک په دې کنفرانس کې ګډون وکړي د دوی له خوا به د یو خاین په توګه تر تعقیب لاندې ونیول شي.

په دې کنفرانس کې د دوشنبې د ورځې په خبرواترو کې د پرمختګ پر اساس پریکړه وشوه چې په سوريه کي دننه او د باندې له ټولو وسله والو ډلو سره دې د خبرواترو د ترسره کولو په موخه یوه کمېټه جوړه شي، تر څو د ژنیو په کنفرانس کې د سوريې د ملي جبهې د دریځ په روښانه کولو کې مرسته او د دوی د ملاتړ د ترلاسه کولو کوښښ وکړي.

ټاکل شوې وه چې د سوريې په اړه نړيوال کنفرانس به د رواني میاشتې په دریمه اوونۍ کې ترسره شې، خو څو ورځې مخکې د سوريي له پاره د ملګروملتونو او عرب لیګ ګډ استازي لخضر ابراهیمي د نړۍ د لویو قدرتونو له استازو سره تر لیدنې کتنې وروسته د دغه کنفرانس د ځنډیدلو اعلان وکړ.

براهیمي د سوريي په اپوزیسیون کې دننه ډلو تر منځ اختلافات د سولې د کوښښونو مخې ته لوی خنډ وباله. د دې په ځواب کې د سوريي اپوزیسیون براهیمي ته د بې طرفه پاتې کیدو مشوره ورکړی ده.