1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اپيک: ترمپ د سوداګرۍ د ښو تړونونو غوښتنه وکړه

۱۳۹۶ آبان ۱۹, جمعه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په ویتنام کې د اپیک په سرمشریزه کې د دغه سازمان لوړ پوړو اجرائیه مقاماتو ته وویل چې هیواد يې د تیرو تړونو له کبله متضرره شوی او اوس به یو بل مسیر ونیسي.

https://p.dw.com/p/2nPht
Donald Trump in Vietnam APEC CEO Gipfel neu
انځور: Reuters/A.Wallace

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ د اپيک په غونډه کې د آسیا پاسفیک په سیمه کې د خپل هیواد پر تیره او اوسنۍ لیوالتیا باندې ټینګار وکړ.

هغه د ویتنام په داننګ ښار کې د آسیا پاسفیک د اقتصادي همکاریو په سرمشریزه کې وویل: «موږ به د راتلونکي اوږدې مودې له پاره دوستان، شریکان او متحدین اوسو.»

ترمپ په «اندو پاسفیک» سیمه کې اقتصادي وده وستایله او ويې ویل چې دا تر یوې معجزې کم نه دي. هغه زیاته کړه: «زه دلته یم، څو له امریکا سره د نوي دوستۍ وړاندیز وکړم.»

د ترمپ له خوا د «اندو پاسفیک» کلمه د دې نښانې په توګه تفسیریږي چې غواړي په سیمه کې د هند پر اهمیت باندي ټینګار وکړي. خو هغه په خپلو خبرو کې وویل چې متحد ایالات به په راتلونکي کې پر مظبوطو سوداګریزو تړونو باندې ټینګار وکړي چې عادلانه او متقابل وي، ځکه چې په تیرو وختونو کې یې دغه څه د هیواد په زیان اوښتي دي.

هغه د دغسو تړونو په برخه کې د آزادي سوداګرۍ له پاره د مخکښ نقش غوښتنه وکړه او پر حکومتونو یې د زیاتې مداخلې له کبله انتقاد وکړ، لکه په اسعارو کې لاسوهنه. ترمپ پر خپل دې نظر باندې ټینګار وکړ چې له متحدو ایالاتو سره د سوداګرۍ د نړیوال سازمان (ډبلیو ټي او) له لوري عادلانه چلن نه کیږي او په وینا یې زیاتره وخت متحد ایالات د هغو هیوادونو په لاس اغیزمن کیږي چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان اصولو ته ژمن نه دي.

ترمپ دا هم وویل چې نور به د لوړې پیمانې سوداګریزو معاملو ته داخل نه شي، ځکه په خبره يې دا متحدو ایالاتو ته زیان اړوي. هغه د دې پر ځای د دوه اړخیزو تړونونو پر سر ټینګار وکړ. هغه وویل چې تل ورته متحد ایالات لومړيتوب لري او له نورو هیوادونو څخه یې هم وغوښتل چې ورته روحیه تعقیب کړي او خپلې ګټې پر نورو بره وګڼي.

ولسمشرۍ ته د ترمپ تر رسیدو وروسته د هغه لومړنی اقدام د تي پي پي، یا د اوقیانوسونو د دواړو غاړو د مشارکت له تړون څخه وتل وو. په دې ډول یې هغه سیاست ته شا واړوله چې د متحدو ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما به د «آسیا محوره» سیاست په توګه یادوه. بارک اوباما په دې ډول په سیمه کې د نفوذ د زیاتولو له لارې د چین پر وړاندې د انډول برابرول غوښتل.

د دغه تړون باقې پاتې ۱۱ هیوادونه په ویتنام کې د اپيک د سرمشریزې په څنډه کې د دغه تړون د ژغورولو په لټه کې دي. د جاپان د اقتصاد وزیر توشي میتسو، د پنجشنبې په ورځ ناوخته ویلي ول چې اصولا له متحدو ایالاتو پرته یو تړون جوړ شوی وو خو بیا وروسته يې د کاناډا د سوداګرۍ وزیر مخالفت وکړ.

د اپيک په غونډه کې د پاسفیک حوزې د هیوادونو د حکومتونو مشران ګډون کوي، څو پر اقتصادي موضوعاتو بحثونه وکړي. په وروستیو کلونو کې په نړیواله کچه د ترهګرې د زیاتیدو په پام کې نیولو سره، د امنیت موضوع هم په اجنډا کې شامله وي.

د اپيک په غړو کې آسترالیا، بروني، کاناډا، چلي، چین، هانګ کانګ، اندونیزیا، جاپان، سویلي کوریا، مالیزیا، مکسیکو، نیوزیلنډ، پاپو نیو ګیني، پيرو، فلپين، روسینه، سنګاپور، تایوان، تایلنډ، امریکا متحد ایالات او ویتنام شامل دي.

ترمپ د ولسمشر په توګه په لومړي ځل آسیا ته په ۱۱ ورځني سفر تللی دی. تر دې دمخه هغه جاپان، سویلي کوریا او چین ته سفرونه کړي دي.

چین ته د دوه ورځني سفر په ترڅ کې ترمپ او د چین ولسمشر شي جین پينګ، د دواړو هیوادونو تر منځ د ۲۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.