1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکثريت افغانان دوهم واري انتخابات نه غواړي

۱۳۸۸ مهر ۲۴, جمعه

د واشنگټن پوست ورځپاڼه د پنج شنبې په ورځ خبر ورکوي چې د افغانستان د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د رواني څېړني په اساس د حامد کرزي ونډه 47 په سلو کې رايو ته راکښته شوې ده

https://p.dw.com/p/K7vG
انځور: AP

چې دا به د ټاکنو د يو دويم پړاو د رابللو په معنا وي . دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د انتخاباتو خپلواک کميسيون پخوا ويلي وه، چې کرزي 54,6 فيصده رايي ګټلي وې . په دې ډول به کرزی د يوې بلي دورې دپاره جمهوررييس پاته شوی وای .

په افغانستان کې ډېرۍ خلک دوهم واري انتخابات نه غواړي . خاطره د کابل په پوهنتون کې محصله ده او وايي چې:

« نه، هيڅکله نه . په لومړي پړاو کۍمو وليدل چې خرابي پيښي رامنځته شوې . د ځينو خلکو څخه گوټي او لاسونه پرې شول، طالبانو ورڅخه پزي او غوږونه پرې کړل . نو دويم پړاو به څه ګټه ولري . »

خاطره او د هغې همصنفۍ فرشته په انتخاباتو کې د شويو ډېرو درغليو له امله هم اندېښمن او خپه دي . فرشته په دې اړه وايي:

« انتخاباتو زما ټوله هيله مندۍ له منځه يووړې ،او دوهم وار به همدغه عين حال به وي .»

د امريکا په متحده آيالتونو کې د افغانستان سفير سيد طيب جواد د ټاکنو دويم پړاو «ډېر احتمالي» بللی دی . خو نوموړي پرون په واشنگټن کې زياته کړه چېدوهم واري انتخابات بايد ډېر ژر تر سره شي . سيد طيب جواد دحامد کرزي لومړی ملگری دی چې په علني ډول يې د انتخاباتو د دويم پړاو امکان نه دی رد کړي.

د کابل په پوهنتون کې يو تن د اقتصاد محصل، چې ځان صادق راپېژني، لا پسې وړاندی ځي . هغه يو بل ولسمشر غواړي:

« افغانستان يو تغير او نوي مشرتابهء ته اړتيا لرو. کرزي به هرومرو ښه کارونه کړي وي، خو د نورو پرمختگونو دپاره يو نوی جمهوررييس ته اړتيا لرو . »

دا په داسي حال کې ده چې په امريکا کې مېشت سفير جواد وايي چې ټولې غاړې بايد زيار وباسي او انتخابات ډېر ژر راوبولي . د هغهء په ونيا د نومبر په پيل کې تر ټولو وروستی ممکن وخت دی، کنه نو د افغانستان په شمال کې به هوا ډېره سړه شي .« او که انتخابات د جواد په وينا تر پسرلي پورې وځنډول سي، نو يو «کړکيچ او ګډوډۍ» به رامنځته شي.

په انتخاباتو کې هم د ګډوډيو او درغليو ډېر رپوټونه ورکول شوي دي . خو ولسمشر کرزي، په داسي حال کې چې د دغو ادعاگانو د څېړنو دنتيجو انتظار ايستل کيږي، اوس وايي چېانتخابات په عمومي صورت شفاف وه:

«په ټاکنو کې ستونزې موجودي وې، درغلۍ او ګډوډۍ هم پکښي شوي دي، خو په عمومي صورت دغه انتخابات آزاد او دموکراتيک وه.«

په افغانستان کې د جمهوري رياست د انتخاباتو څخه دوې مياشتي وروسته، ملگرو ملتونو په لومړي ځل دا خبره منلې وه ،چې پراخي درغلۍ شوې دي . د کرزي تر ټولو پياوړی سيال عبدالله عبدالله هم د پنج شنبې په ورځ په کابل کې وويل چې هيله لري، خپلواکې څېړنې به د دې باعث شي، چې انتخابات دويم پړاو ته ووځي . دوهم واري انتخابات به د هغهء په وينا دغه بهير ته «باوريتوب» وروبخښي . عبدالله زياته کړه که د ټاکنو دويم پړاو راونه بلل سي، نو «هغه کسان به چې د درغليو تر شا ولاړ دي او زغمي يې ، د خرابو عواقبو مسؤليت پر غاړه ولري.«

دا په داسي حال کې ده چې د ماليې پخواني وزير او د جمهوري رياست کانديد اشرف غني احمدزي د عبدالله او کرزي تر منځ د انتخاباتو بل پړاو رد کړی دی . «که د انتخاباتو قانونيت تر سوال لاندي راغلي وي، نو د ورته کانديدانو سره ټاکني تکرارول هم له ستونزو ډک يو کار دي »، نوموړي د پي بي اس په نامه رسنۍ دغه خبره کړېده . عالم صديقي چې په کابل کې د ملگرو ملتونو وياند دی، خپل نظر داسي بيانوي.

«موږ په لومړي سر کې څرگنده کړې وه چې د انتخاباتو بهير به څه آسانه مساله نه وي . دغه بهير وار په وار پسې ستونزمن شوی و. دموکرات کېدل او د انتخاباتو نړيوال معيارونه په يو څو مياشتو کې بيله هغه هم نسي رامنځته کېدلاي.«

خو ځينې ځوان افغانان بيا هم د دموکراسۍ او ولسواکۍ د پلي کېدو هيله لري . خاطره د افغانستان راتلونکې ته خوشبينه ده او غواړي چې بيا بيا په انتخاباتو کې برخه واخلي:

«زه د خپل هېواد راتلونکي ته ډېره هيله منده يم . نو ځکه به پنځه کاله وروسته حتمأ بيا په انتخاباتو کېبرخه اخلم . »

زابينا ماتای/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري