1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکثریت آلمانان مهاجر ماشوماتو ته د مساوي حقونو ورکولو ضد دي

۱۳۹۶ خرداد ۲۹, دوشنبه

د یوې نظر سنجې پایلې ښیې چې یوازې لږ شمیر آلمانان موافق دي چې د مهاجرو ماشومان دي له هم هغه پيل څخه د دوی ماشوماتو ته له ورته امکاناتو څخه برخمن وي.

https://p.dw.com/p/2evBT
Deutschland junge Flüchtlinge - Integration
انځور: Getty Images/S. Gallup

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د ماشومانو د ملاتړ آلماني صندوق د دوشنبې په ورځ د دوی د نمایندګۍ له خوا ترسره شوې سروې ته په اشارې سره ویلي دي چې ۵۲ سلنه آلمانان د کډوالو ماشومانو ته د مساوي امکاناتو خلاف دي او ۴۲ سلنه یې تائیدوي. د پوښتل شویو کسانو ۶ سلنه یې په دې اړه له خپل نظر څرګندولو څخه ډډه کړې.

د ماشومانو د حفاظت سازمان وایې چې له همدې امله په تیرو دوو کلونو کې د مهاجر ماشومانو سره د برابر چلن په برخه کې د پام وړ کموالی لیدل کیږي. نوموړي سازمان دغه وضعیت د خبرداري سګنال په توګه توصیف کړی دی.

همدارنګه نظر پوښتنه ښيې چې د مهاجر ماشومانو له خوا د کورنۍ د راغوښتلو په موضوع کې هم آلمانان په دوو برخو ویشل شوي دي. ۴۲ سلنه آلمان په دې نظر دي چې مهاجر ماشومان (هغه چې پناهندګۍ یې قبوله شوې وي) کولی شي خپل مور پلار او قانوني سن ته نه رسیدلي خویندې ورونه آلمان ته را وغواړي. ۴۲سلنه نورو یې مخالفت کړی او ۱۶ سلنه پوښتل شویو کسانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ماشومانو د ملاتړ آلماني سازمان مشر توماس کروګر، په خبره د نظر سنجې پایلې «د ماشومانو د حقونو له لید لوري په واضح ډول د خبرداري سګنال» ورکوي.

د کروګر په اند په لومړي سر کې د مهاجر ماشومانو د اړتیاو په اړه په پراخه پیمانه مثبت چلن د یوه کال په جریان کې خراب شوی دی. د هغه په خبره د ماشومانو د حقونو په برخه کې یو روزنیز کمپاین ته اړتیا لیدل کیږي.

کروګر زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو په کنوانسیون کې واضحه شوې ده چې ټول ماشومان د مبدا هیواد او اقامې وضعیت په نه پام کې نیولو سره د مساوي حقونو درلودونکي دي.

دغه کنوانسیون په آلمان کې هم حاکم دی. «حتی د انتخاباتي مبارزو په وخت» کې هم باید له خلکو څخه دا ویره لیرې کړای شي چې آلماني ماشومان به له دې څخه رنځ ویسي، په هغه صورت کې چې د مهاجرو ماشومان هم هغو ته له ورته حقونو او امکاناتو څخه برخمن شي.

ټاکل شوې ده چې د ماشوماتو د ملاتړ صندوق به د سه شنبې په ورځ د ۲۰۱۷ کال د مهاجرت د نړیوالې ورځې په مناسبت د دغې نظرسنجې پایلې خپرې کړي. د فورسا په نوم د نظرسنجې څیړنیز انیستیتوب د دغې نظر پوښتنې په ترڅ کې د ټول آلمان په کچه له ۱۴ کلنۍ څخه د لوړ عمر درلودونکي ۱۰۱۱ تنه آلمانان پوښتلي دي.