1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکسفام: تر ټولو شتمن هیوادونه تر ټولو لږ مهاجر مني

آژانسونه/ ش. ن۱۳۹۵ تیر ۲۸, دوشنبه

شپږ شتمن هیوادونه چې د نړۍ د اقتصاد نیمه برخه تشکیلوي، تر ۹ سلنه لږ مهاجر مني. هغه هیوادونه چې د نړۍ د اقتصاد ۲ سلنه برخه په اختیار کې لري، تر ۵۰ سلنه ډیرو مهاجرو ته یې ځای ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1JQa3
انځور: DW/R. Shirmohammadi

د اکسفام بنسټ نوي ارزونې ښيي چې تر ۹ سلنه کم مهاجر چې نږدې ۲،۱ میلیون تنه کیږي، د نړۍ د شپږو شتمونو هیوادونو له خوا منل شوي دي.

دغه بنسټ د امریکا، چین، جاپان، آلمان، فرانسه او بریتانیا هیوادونو څخه په خپل رپوټ کې یادونه کړی چې د نړۍ د اقتصاد نیمه برخه په اختیار کې لري.

د دغې موسیسې څیړنې ښيي چې هغو تر ۲۴ میلیونو ډیر کسانو چې د ملگرو ملتونو له خوا د مهاجرو په توگه پيژندل شوي دي، هغو هیوادونو ته پناه وړی ده چې له اقتصادي پلوه د کمزورو هیوادونو په کتار کې شمیرل کیږي.

د یاد سازمان د دغه رپوټ پر بنسټ په داسې حال کې چې اردن، ترکیه، پاکستان، لبنان، جنوبي افریقا او فلسطین د ټولۍ نړۍ د اقتصاد دوه سلنه برخه تشکیلوي، د ټولې نړۍ په کچه تر ۵۰ سلنه د ډیرو مهاجرو او کډوالو کوربه دي.

په برلین کې د اکسفام موسیسې یوه تن کارکونکي روبرت لیندر وویل: «کله چې د مهاجرو د ملاتړ موضوع مطرح کیږي، لوې اقتصادي هیوادونه ځان په ډیر کوچنې اقلیت کې حسابوي. دغه غیر مسئولانه پټې لوبې باید پای ته ورسیږي.»

اکسفام، په نړۍ کې یو د بین المللي مرسته رسونې تر ټولو لویو ډلو څخه دی.
اکسفام، په نړۍ کې یو د بین المللي مرسته رسونې تر ټولو لویو ډلو څخه دی.انځور: AP Graphics

سره له دې چې لینډر د مهاجرو د منلو په برخه کې د آلمان رول د ټولو هیوادونو په پرتله غښتلې وباله، خو ټینگار یې وکړ چې دغه هیواد کولی شي لا زیاتو اړینو کسانو(مهاجرو) ته ځای ورکړي او له نورو هغو هیوادونو سره مالي مرسته وکړي چې مهاجر مني.

د ملگرو ملتونو له خوا د ورکړل شوو ارقامو پر بنسټ په ټوله نړۍ کې د هغو کډوالو شمیر ۲۴ میلیونو ته رسیږي چې په رسمي ډول ثبت او راجستر شوي دي. د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې UNHCR په حواله په مجموع کې په ټوله نړۍ کې د مهاجرو شمیر ۶۵ میلیونه دی چې په هغو کې ۲۱ میلیونه یې مهاجر او ، ۳ میلیونه یې هغه کډوال چې په یو بل هیواد کې یې د پناه غوښتنه کړی او ۴۱ میلیونه نور یېا داخلي بې ځایه شوي دي.

اکسفام (Oxfam) یو نړیوال سازمان دی چې له ۱۵ سازمانونو څخه جوړ او په ۹۸ هیوادونو کې فعالیت لري. دغه سازمان په نړیواله کچه د فقر، ولږې او بې عدالتۍ د ختمولو له پاره مبارزه کوي.

دغه سازمان په ۱۹۴۲ م کال کې د اکسفورد په پوهنتون کې له قحطۍ سره مخامخو سیمو ته د مرسته رسونې د یوې کمیتې په چوکاټ کې د ټولنیزو فعالانو او اکسفورد پوهنتون د استادانو له خوا جوړ شو.