1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکوادور د اسانج په اړه خپله پریکړه اعلانوي

۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15qTw

په انگلستان کې د اکوادور سفارت ویلی دي چې د نن به د ویکيلیکس د ویپانڼې بنسټ ايښودونکي جولین اسانج ته د سیاسي پناه د ورکولو په اړه خپله پریکړه اعلان کړي.

دې سفارت همداراز د انگلستان هغه گواښونه غندلي دي چې وایي دا هیواد به په لندن کې د اکوادور پر سفارت برید وکړي چې اسانج له دې سیاسي دفتر څخه راوباسي.

پر اسانج باندې په سویدن کې د جنسي تیري تور لگول شوی دئ خو دا یوازې سویدن نه دئ چې په هغه پسي کرځي. متحده ایالات هم غواړي چې اسانج د دې هیواد د سري اسنادو د بربڼډولو په تور محاکمه کړي.

اسانج د روان کال په جون میاشت کې په لندن کې د ایکوادور په سفارت کې پنا واخیسته چې سویدن ته وا نه ستول شي. اسانج وایي چې که هغه د سویدن پولیسو ته تسلیم شي نو دغه هیواد به ئې متحده ایالاتو ته وسپاري.