1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا امریکا په افغان پوځ کې د جنسي تیریو پر پیښو سترګې پټوي؟

۱۳۹۴ شهریور ۳۱, سه‌شنبه

سپیني ماڼۍ د دوشنبې په ورځ د هغو رپوټونو په اړه «ژوره اندېښنه» څرګنده کړې ده چې ښيي افغان امنیتي ځواکونه له تنکیو ځوانانو ناوړه جنسي کار اخلي.

https://p.dw.com/p/1GaCJ
Kindersoldaten in Afghanistan
انځور: UNICEF/NYHQ2004-0654/Brooks

د سپینې ماڼي ویاند جاش ایرنست، خبریالانو ته وویل: «دغه ډول جنسي ناوړه استفاده د افغانستان قوانین او د دغه هیواد نړیوالې ژمنې تر پښو لاندې کوي.»

هغه دا خبرې د نیویاک ټایمز ورځپاڼې د یوه رپوټ په اړه د ځواب ویلو پر مهال وکړي. د نیویارک ټایمز په رپوټ کې راغلي دي چې امریکایي قوماندانان هغو سرتیرو ته دیسیپلیني جزا ورکوي چې په افغانستان کې پر تنکیو ځوانانو د جنسي تیریو په پیښو کې مداخله کوي.

نیویارک ټایمز ویلي دي چې په یوه پیښه کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو یوه کپتان دان کوین، په افغانستان د افغان ملیشو هغه یو قوماندان وهلی وو چې یو تنکی ځوان هلک یې خپل د خوپ تخت پورې په ځنځیر تړلی وو او له هغه څخه یې د جنسي غلام په توګه استفاده کوله.

کوین نیویارک ټایمز او CNN ته ویلي دي چې د خپل دې کار له کبله له قوماندې ایسته شوی وو او بیا له افغانستان څخه بیرته امریکا متحده ایالاتو ته غوښتل شوی وو. د کوین په خبره امریکايي چارواکو په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته ویلي دي چې د افغان ځواکونو له خوا د تنکیو هلکان جنسي استفادې پیښې له نظره وغورځوه. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي دي چې دا د افغانستان یوه فرهنګي موضوع ده.

کوین په دې اړه چې ولې امریکا متحده ایالات په دغه شان پیښو کې مداخله نه کوي، ویلي دي: «موږ نه غواړي چې د افغانستان د مرکزي حکومت صلاحیت تر سوال لاندې راولو.»

اوس د امریکا متحده ایالاتو پوځ هڅه کوي چې امریکايي سرتیری چارلس مارتلند، له دندې ګوښه کړي. هغه هم له کوین سره یوځای د افغان ملیشو هغه قوماندان چې له ماشومانو څخه یې ناوړه جنسي استفاده کوله وهلی وو.

جمهوري غوښتونکي قانون جوړوونکی دوکن هنتر، اوس هڅه کوي چې مارتلند په خپله دنده کې وساتي. هغه ویلي دي: «پوځ غواړي چې مارتلند او نور باید په دغه شان پیښو سترګې پټې کړې وای.»

دغه سیاستوال د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته یو لیک استولی دی چې هدف یې د پنتاګون عمومي مشر څیړونکي ته د دغو خبرو رسول وو.

په داسې حال کې چې سپینې ماڼۍ د افغانستان په پوځ کې د جنسي تیرو پیښو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند ویلي دي چې د جنسي تیریو پیښې د افغانستان یوه کورنۍ موضوع ده. هغه زیاته کړې ده چې امریکایي سرتیري مسوولیت نه لري چې د دغه شان پیښو په اړه رپوټ ورکړي خو هغه روښانه کړې ده چې که جنسي تیری د جنګي وسلې په توګه وکارول شي نو بیا یې امریکایي ځواکونه د رپوټ ورکولو مسوولیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې CNN بیا پنتاګون په حواله ویلي دي چې امریکايي ځواکونه داسې کوم قانونه نه لري چې له مخې یې باید د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو پر پیښو باندې سترګې پټې کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب