1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا بریتانیا باید سمدسي له اروپايي ټولنې څخه ووځي؟

آژانسونه/ ب.ص.۱۳۹۵ تیر ۸, سه‌شنبه

د برېتانیا وګړو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پریکړه وکړه. خو اړینه نه ده چې دا تصمیم دې لکه ځینو سیاستوالو چې یې غوښتنه کوله، ژر عملي شي.

https://p.dw.com/p/1JEqo
Brexit Teaser

د اروپایي ټولنې استازو د اوونۍ په پای کې برېتانیا ډيره تر فشار لاندې نیوله وه. د اروپایي پارلمان مشر مارتین شولز، د یوې ورځپاڼې سره د مرکې په ترڅ کې پر لومړي وزیر دیود کامیرون، غږ وکړ چې همدا د سه شنبې په ورځ دې د اروپايي ټولنې د مشرانو په غونډه کې له ټولنې څخه د وتلو رسمي غوښتنه وکړي. همدا راز د اروپايي کمیسیون مشر ژان کلود یونکر، هم د آلمان له لومړي تلویزیون سره د خبرو پر وخت وویل: «د برېتانیا وګړو خپله رای ورکړې ده. ما د دوی دغه غوښتنه سملاسي درک کړه. زه نه پوهیږم چې ولې د برېتانیې حکومت د پریکړې له پاره تر اکتوبر میاشتې وخت غواړي. زه به ډیر خوښ شم که دا کار سملاسي ترسره شي.»

خو د اروپايي ټولنې د ۲۷ دولتونو او حکومتونو مشران بیا د دې برعکس، د کم فشار تګلاره خپلول غواړي. یوه اروپايي دیپلومات په بروکسل کې د آلمان د لومړي تلویزیون په مرکزي ستوډیوګانو کې د مرکې پر وخت وویل چې برېتانیا دمګړۍ په یوه سیاسي بحران کې ښکیله ده. ډيري مشران پر دې تفاهم لري او له دې کبله چمتو دي د برېتانیا حکومت ته چې لا تر اوسه یې مشري کامیرون کوي، وخت ورکړي.

د اروپایي ټولنې د جرګه ګۍ مشر دونالډ توسک، د ریفرنډم د نتایجو تر اعلانیدو لږ وروسته ویلي ول چې دی پر دې ډير ښه پوهیږي چې دا حالت په ځانګړي توګه د برېتانیې له پاره د سیاسي لحاظه څومره جدي او حساس دی.

اروپايي ټولنه پر برېتانیا فشار اچولی شي خو د برېتانیې پر حکومت امر نه شي کولای چې کوم وخت په بروکسل کې د وتلو له پاره رسمي غوښتنه وکړي. د اروپايي ټولنې په تړون کې دقیقاً په ۵۰ ماده کې د دې له پاره وخت نه دی ټاکل شوی. د «آيي ټي وي» تلویزیوني خپرونې سره په خبرو کې د برېتانیې د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ ماموند، وویل: «موږ لا دمخه د ډير فشار سره مخ یو او پرې به نږدو چې اروپایي ټولنه نور زور او فشار را باندې واچوي.»

نوموړي زیاته کړه چې د برېتانې حکومت به خپله پریکړه کوي چې کله له ټولنې څخه د وتلو پروسه پیل کړي.

د وتلو رسمي غوښتنه یا لیک د اختلاف لومړی ټکې دی. د وتلو په اړه خبرې اترې نور ډير مخالفتونه هم له ځان سره ولري. د مثال په توګه دا پوښتنه چې په راتلونکي کې د یوه دریم ګړي په توګه برېتانیا د کومو شرایطو پر اساس د اروپا داخلي بازار ته لاس رسۍ غواړي او یا ورته ورکول کیږي. د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل وویل چې برېتانیا به په راتلونکې کې هم یو نزدې اقتصادي شریک وي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر هاموند وویل چې دا به د برېتانیې د اقتصاد له پاره لویه بدمرغي وي چې د اروپا بازار ته لاس رسۍ ونه لري. ده وویل: «د مذاکراتو په ترڅ کې به موږ د دې جوګه نه یو چې له یوه پلوه اروپايي بازار ته آزاد لاس رسۍ ولرلای شو خو له بله پلوه برېتانیا ته د اروپايي ټولنې د وګړو هجوم کنترول کړو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب