1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې له ماتي سره په افغانستان کې ترهګري له منځه تللې؟

مسعود جهش۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

پنځه کاله مخکې د می میاشتي پر ۲، امریکایي ځانګړو ځواکونو د پاکستان په ایبټ آباد کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن، وواژه. اوس د القاعدې د ماتې خبره کیږي، خو ایا دا په افغانستان کې د ترهګري د ماتې په معنی ده؟

https://p.dw.com/p/1IgXW
اوسامه بن لادن
انځور: picture-alliance/dpa

د بن لادن له وژنې سره القاعده کمزورې شوه، خو د دې ډلي د ماتیدو پایله په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ ماته نه وه، ځکه ډیر ژر د القاعدې خلا یو بلې لا وژونکي ډلي یعني داعش یا اسلامي دولت، ډکه کړه.

القاعده اوس په افغانستان کې هغه لوی ګواښ چې ۱۴ کاله مخکې وه، نه ده. کارپوهان وایي چې په دې هیواد کې د دې ډلې عمر نور پای ته رسیدلی دی او ځای یې نورو ډلو لکه داعش او طالبانو ډک کړی دی.

د طالبانو د چارو کارپوه وحید مژده، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «داسي ښکاري چې د اسامه بن لادن تر وژني پنځه کاله وروسته، اوس القاعده په افغانستان کې د یوې مستقلې ډلې په توګه مطرح نه ده. داسي کسان چې له اسامه سره خواخوږې لري ښايي په افغانستان کې موجود وي، خو د القاعدې ډیر غړي اوس د عراق په شان سیمو ته تللي دي.»

د افغانستان د چارو کارپوه یونس فکور، وایي چې په افغانستان کې د القاعدې ډلې د ډيري کمزورۍ یو بل لامل هم له هغوی سره د سیمي د لوبغاړو د لیوالتيا کمښت دی. هغه دویچه ویله ته وویل: «زه فکر کوم چې د القاعدې وخت په افغانستان کې نور تیر دی، ځکه چې په دې سیمه د هغوی له ملاتړ سره د استختباراتو علاقه د نړیوالو فشارونو په پایله کې کم شوې ده. اوس د القاعدې پر ځای پر طالبانو، حقاني شبکې او داعش باندي حساب کیږي.»

په افغانستان کې د القاعدې د فعالیتونو تاریخ د شوروي پر وړاندي جګړې ته ورګرځي. هغه وخت د نورو مخالفو ډلو په شان القاعدې هم له امریکا متحدو ایالاتو څخه مرستې ترلاسه کولې. کله چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه ووتل، نو القاعدې خپل پام نورو هیوادونو ته واړاوه. خو دغه ډله یو ځل هغه وخت په افغانستان کې ښکیله شوه چې طالبانو په صحنې کې حضور وموند.

ډېری افغانان د اسامه بن لادن نوم په افغانستان کې د طالبانو له ډلې سره تړي، خو وحید مژده وایي چې دغي ډلي په لومړیو کې له القاعدې سره اړیکه نه لرله، او اسامه بن لادن، له سوډان څخه د پخواني جهادي مشرانو په بلنه افغانستان ته راستون شو: «افغانستان ته د اسامه بن لادن په راتلو کې استاد سیاف ډیر لوی نقش لاره. کله چې د اسامه الوتکه جلال آباد ته ورسیده نو استاد سیاف، صدیق چکري او ځیني نور کسان هوایي ډګر ته د هغه هرکلي ته ولاړل.»

مژده زیاتوي چې طالبانو له اسامه سره ننګرهار ته تر رسیدو وروسته ولیدل او تر هغه وروسته یې همکاري پیل شوه. طالبانو د خپل رژیم پر مهال اسامه بن لادن او د هغه ملګرو ته ځای ورکړ او کله چې د سپتمبر د یوولسمې نیټې بریدونه ترسره شول، امریکایانو پر طالبانو غږ وکړ چې هغه دوی ته وسپاري. د طالبانو پخواني مشر ملا عمر، د هغه له تسلیمۍ ډډه وکړه او له همدې کبله د امریکا او متحدینو له برید سره یې مخامخ شو.

امریکا متحد ایالات په دې هدف چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ریښې له منځه یوسي، افغانستان ته راغلل خو کارپوهان وایي چې که څه هم القاعده په افغانستان کې او په نړیواله کچه ځپل شوې ده، خو امریکا او متحدین یې د ترهګري ځپلو په هدف کې پاته راغلي دي، ځکه اوس د افغانستان په ګډوڼ په ډېرو هیوادونو کې طالبانو، داعش او نورو ډلو د القاعدې خلا ډکه کړې ده.

مژده وویل: «اوس هغه سیمې چې پخوا به د القاعدې تر کنترول لاندې وې، د طالبانو په لاس کې دي. طالبانو هم په ډاکه کړې ده چې تر افغانستان دباندي کوم پلان نه لري او د القاعدې په ګډون هر ډله چې نړیوال او له افغانستانه بهر اهداف ولري، د هغوی فعالیتونه له طالبانو سره په تضاد کې دي. د دې موضوع بیلګه د داعش او د طالبانو تر منځ جګړه ده.»