1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا پاکستان د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي؟

مسعود جهش (شامل شمس) سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۴, جمعه

پاکستان په قبایلي سیمو کې د یاغیانو پر ضد عملیات پیل کړي دي. خو د دې په بدل کې یاغي افراطي اسلامپالي هم چوپه خوله نه دي پاتې شوي او د دولتي ځواکونو پر ضد یې په خپلو بریدونو کې ډیروالی راوستی دی.

https://p.dw.com/p/1AwhA
انځور: Reuters

له څو کلونو راهیسې امریکا متحده ایالات له پاکستان څخه غواړي چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني ډلې پر ضد عملیات په لاره واچوي. متحده ایالات په دې باور دي چې القاعده او طالبان له شمالي وزیرستان څخه په افغانستان کې خپل بریدونه پلانوي چې په پایله کې یې افغان او بهرني ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو پاکستان تل دغه غوښتنه ردوي او وایي چې لا تر اوسه پورې د پوځي عملیاتو له پاره مناسب وخت نه دی رسیدلی.

خو اوس داسې ښکاري چې پاکستان بالاخره پریکړه کړي وي چې اسلامپالي تر فشار لاندې ونیسي. د روان کال د جنوري میاشتې په ۲۰مه نيټه پاکستاني پوځي جټ الوتکو پر شمالي وزیرستان باندې بمي بریدونه وکړل. د پاکستاني چارواکو په خبره په دغو بریدونو کې ۴۰ یاغیان چې ډیر شمیر یې بهرنیان ول وژل شوي دي. دغه چارواکي ادعا کوي چې د وژل شویو یاغیانو په ډله کې درې آلماني اتباع هم موجود دي چې ویل کیږي له القاعدي سره اړیکې لري. زیاته شوې ده چې د پاکستاني طالبانو یو قوماندان ولي محمد، هم د وژل شویو کسانو په ډله کې وو.

پاکستاني چارواکي وایي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې یو شمیر هغه یاغیان هم شامل ول چې د روانې میاشتې په ۱۹مه نیټه پر پاکستاني نیمه پوځیانو باندې برید کې ښکیل ول. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې د وژل شویو کسانو په ډله کې د هغو بریدونو مسوولین هم شامل ول چې ویل کیږي د تیر کال د سپتمبر په میاشت کې د پیښور په غبرگو ځانمرگو بریدونو کې ښکیل ول. په دغو بریدونو کې له ۸۰ څخه ډیر کسان وژل شوي ول.

امنیتي چارواکي وایي چې د یاغیانو پر وړاندې د پاکستاني پوځ بریدونه کیدای شي چې د دغه هیواد د سولې هلې ځلې له ستونزو سره مخامخ کړي.

یاغیانو د بریدونو پر وړاندې غبرگون ښوولی دی

طالبانو او د هغوی نورو یاغي ډلو لا وختي د پاکستان د خبرو اترو وړاندیز رد کړی وو. اوس چې پاکستان پر شمالي وزیرستان باندې هوایي بریدونه کړي دي، داسې ښکاري چې دغه اسلامپاله یاغیان له پخوا څخه ډیر په پاکستان کې د گډوډۍ رامنځ ته کولو ته ژمن شوي وي. د پاکستاني طالبانو یوه ویاند شاهد الله شاهد، گواښ کړی دی چې د هغه ډله به د پاکستان له حکومت څخه غچ واخلي.

په وروستیو ورځو کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. د جنوري میاشتې په ۲۱مه نیټه یاغیانو پر یوه مسافر وړونکي بس باندې برید وکړ چې له ایران څخه یې شیعه مسلمانان د پاکستان بلوچستان ته لیږدول. چارواکو ویلي دي چې په دې برید کې ۲۴ کسان وژل شوي دي.

تر دې پېښې یوه ورځ وروسته بیا طالبانو د پاکستان په شمال لویدیځې برخې کې د گوزڼ د واکسین پر یوه مرکز باندې برید وکړ چې په پایله کې یې شپږ پولیس او یو ماشوم ووژل شو. په همدې سیمه کې لږ مخکې هم وسله والو کسانو پر یوې روغتیایي ډلې باندې برید کې درې کسان وژلې ول. د وژل شویو کسانو په ډله کې دوه تنې ښځې هم شاملې وې.

د سولې د خبرو اترو راتلونکې

په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان واک ته تر رسیدو وروسته نواز شریف روښانه کړې وه چې هغه به د مخکیني دولت پالیسې تعقیب نه کړي او د طالبانو په گډون له یاغیانو سره به د سولې خبرې اترې وکړي.

خو د دولت منتقدین له طالبانو سره د خبرو اترو خلاف دي. هغوی وایي چې له طالبانو سره جوړ جاړی یوازې هغوی ته د قوي کیدو موقع ورکوي. دغه منتقدین روښانوي چې طالبان نه د پاکستان پر پارلماني سیستم او نه هم د دغه هیواد پر اساسي قانون باندې باور لري. هغوی دا موضوع هم په گوته کوي چې طالبان واحد استازي نه لري او له همدې کبله هیڅوک پر دې باندې نه پوهیږي چې له چا سره خبرې اترې وکړي.

په کراچۍ کې د سیاسي چارو کارپوه او څیړونکي نظام الدین نظاماني، باور لري چې له طالبانو سره د خبرو اترو راتلونکې اوس له دې بریدونو سره نوره هم نامعلومه شوې ده. خو هغه دا خبره هم روښانوي چې له ترهگرو سره خبرو اتترو ته اړتیا نه شته او هغوی باید له منځه یووړل شي. نظام الدین وایي: «د پاکستان دولت کیدای شي چې له طالبانو سره خبرو کولو ته لیواله وي، خو په خپله یاغیانو له دې موضوع سره کومه علاقه نه ده ښوولې. هغوی د پخوا په پرتله ان خپل بریدونه ډیر کړي هم دي.»

په پاکستان کې د شیعه مسلمانانو مذهبي مشر علامه امین شاهدي هم له نظامي سره موافق دی او وایي: «هغه کسان چې له طالبانو سره د سولې کولو خوبونه ویني هڅې ځانونه خوښوي. طالبانو آن د یوې ورځې له پاره هم خپل له تاوتریخوالي ډک بریدونه نه دي درولي. پوځي عملیات د دې ستونزې د حل یوازینۍ لاره ده. دولت باید خپل قوت متمرکز کړي او هیواد له دې ستونزې څخه وژغوري.»

کوم روښانه سیاست شتون نه لري

پر وروستیو هوایي بریدونو سربیر هم پاکستاني کارپوهان په دې کې شک لري چې د دغه هیواد حکومت دې د طالبانو د ځپلو پریکړه کړې دي. نظام الدین وایي چې په شمالي وزیرستان کې وروستي عملیات باید د یوه مناسب پوځي عملیات او یا هم په پالیسي کې د بدلون په توگه و نه گڼل شي. هغه په دې باور دی چې پاکستاني چارواکي اوس هم د طالبانو په برخه کې یو روښانه سیاست نه لري.

نظام الدین دویچه ویله ته وویل: «دا پوځي عملیات نه دي. دولتي چارواکي وایي چې په اصل کې یې هوایي بریدونه د طالبانو له خوا پر دولتي ځواکونو د بریدونو په ځواب کې کړې دي [...] دولت د یاغیانو پر وړاندې د مبارزې له پاره کومه ستراتیژي نه لري. دغه هوایي بریدونه د ترهگرو د له منځه وړلو د پریکړې په توگه مه بولئ.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب