1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا پاکستان به د حقاني پر ضد عملیات وکړي؟

۱۳۹۱ مرداد ۱۸, چهارشنبه

پاکستاني رسنیو ویلي دي چې د دې هیواد پوځ د امریکا تر سختو فشارونو لاندې راضي شوی دﺉ چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د حقاني د شبکې پر ضد له متحده ایالاتو سره گډ پوځي عملیات وکړي.

https://p.dw.com/p/15lZL
انځور: AP

د پاکستان د استخبارتي شبکې مشر جنرال ظهیر الاسلام، د یکشنبې په ورځ له متحده ایالاتو څخه بیرته خپل هیواد ته راستون شو. دا امریکا ته د هغه لومړی رسمي سفر وو.

غربي او پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دﺉ چې ظهیر الاسلام له خپل امریکايي سیال دیوید پیریوس، سره «ګټورې» خبرې اترې کړي دي. په رپوټونو کې راغلي دي چې د دواړو هیوادونو د استخباراتي شبکو مشرانو له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د حقاني د شبکې پر وړاندې د ګډو عملیاتو پر سر موافقه کړې ده.

د والستریت ژورنال ورځپاڼې هم خبر ورکړی دﺉ چې پیتریوس او الاسلام پخپله لیدنه کې د حقاني د شبکې د تعقیبولو پر سر یوې موافقې ته رسیدلي دي. پاکستان د متحده ایالاتو له خوا په خاصه توګه په وروستیو وختونو کې د حقاني له ډلې سره په ملاتړ کولو تورن شوی دﺉ.

تر دې مخکې چې پاکستان د جولای په میاشت کې د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر وړاندې خپله پوله پرانیزي، له امریکا سره د دې هیواد اړیکې تر بل هر وخت ډیرې خړې وې. تر دې پخوا پاکستان هر وخت د متحده ایالاتو هغه غوښتنه چې د حقاني د ډلې پر وړاندې عملیات وکړي رد کړې وه.

د پاکستان د دفاعي چارو څیړونکی اسد منبر، دویچه ویله (المان غږ) ته وویل چې د پاکستان او امریکا ګډ پوځي عملیات یوه نوې مسئله ده: «تر دې مخکې هم د پاکستان او امریکا ځواکونو گډ عملیات تر سره کړي دي خو اوس چې د دې هیوادونو اړیکې بیرته ښې شوي دي دغه ډول عملیات ډیر مهم دي.»

کارپوهان وایي چې د حقاني د ډلې پر وړاندې د گډو عملیاتو پر کولو باندې توافق د پاکستان او امریکا تر منځ تر اوږدو خبرو اترو وروسته شوی دئ. هغوی زیاتوي چې پاکستان او په خاصه توگه د دې هیواد استخباراتي سازمان، د حقاني شبکې پر وړاندې د عملیاتو له کولو سره لیوالتیا نه لري، او هغه په افغانستان کې د نفوذ لرلو له پاره خپله ستراتیژیکه شتمنۍ گڼي.

د پاکستان د سیاسي چارو څیړونکي طلعت مسعود، دویچه ویله (المان غږ) ته وویل چې د حقاني پر وړاندې گډ پوځي عملیات د ټولو اړخونو په گټه دي: «پاکستان تل ویل چې د حقاني د ډلې پر وړاندې عملیات به په مناسب وخت کې تر سره کړي.» مسعود وایي چې اوس د دغو عملیات له پاره تر ټولو مناسب وخت دئ.

په سیاست کې بدلون

امریکا ته د ظهیر الاسلام تر سفر مخکې یو شمیر کارپوهانو تمه لرله چې دی به د خپل سلف جنرال شجاع باشا، په پرتله د حقاني په شبکه پورې دتړلو مسایلو په باب خپل سیاست بدل کړي.

په پاکستان کې امریکایي خبریال انور اقبال، وایي چې د امریکا او پاکستان سفیرانو د حقاني پر وړاندې د پاکستان د سیاستونو د بدلون په اړه خبرې کړي دي.

اقبال دویچه ویله (المان غږ) ته وویل چې پاکستاني پوځيان اوس دې ته چمتو شوي دي چې په افغانستان کې د خپل نفوذ زیاتولو له پاره له یاغیانو سره د ملاتړ پر ځای نورې لارې چارې ولټوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د چارو یو بل څیړونکی علي چیشتي، وایی چې د پاکستان د استخباراتي سازمان د مشر له بدلیدو سره د دې سازمان په سیاستونو کې بدلون نه رامنځ ته کیږي.

دویچه ویله/ شامل شمس
کتونکی: مسعود جهش