1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا کندز یووار بیا د سقوط په درشل کې دی؟

۱۳۹۵ اردیبهشت ۹, پنجشنبه

د کندز په شاوخوا کې په مرمیو او توغنیدو ویشتل شوې د پولیسو پوستې او سنګرونه، پر دغه ښار باندي د طالبانو د بریدونو کیسه کوي. تیر کال دغه ښار څو ورځي د طالبانو لاس ته ولوید، خو آیا افغان ځواکونو له دې پیښې څه زده کړې دي؟

https://p.dw.com/p/1IePW
په کندز کي افغان امنيتي ځواک
انځور: picture-alliance/AP Photo/STR

د تیر کال پر خلاف، سږ کال د کندز په جګړه کې د افغان ځواکونو لومړی کرښه سخته جګړه کوي او نه پریږدي چې سیمې د طالبانو لاس ته ولویږي. ځکه که څه هم تیر کال کندز ښار د لنډې مودې له پاره د طالبانو په کنترول کې وو، خو د دې ښار سقوط د افغان ځواکونو د وړتیاو او همداراز د کابل حکومت د ادارې په اړه ډیرې نوې پوښتنې رامنځ ته کړې. اوس داسې ښکاري چې افغان ځواکونو د تیر کال له ماتې ډیر څه زده کړي وي.

د پولیسو یوه ځایي چارواکي عبدالوهاب، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «تیر کال پوځ هیڅ هم و نه کړل او طالبان په ناڅاپي توګه ښار ته راورسیدل.» هغه زیاته کړې ده چې اوس افغان پوځ، پولیس او د ملي امنیت ځواکونه یو له بل سره نزدې او په همغږي کې کار کوي.

که څه هم دا څرګندونې ښيي چې اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو بیلابیلې څانګې د کندز د سقوط پړه یو پر بل اچوي، خو دا موضوع چې اوس پوځ، پولیس او ملي امنیت یو له بل سره په همغږي کې کار کوي، د افغان ځواکونو په فعالیتونو کې یو لوی بدلون ښيي.

په وروستیو وختونو کې پر کندز باندي د طالبانو د بریدونو له ډیریدو سره، حکومت دې سیمې ته اضافي ځواکونه استولي دي او د ښار ساتنه یې د خپل کار په لومړیتوبونو کې راوستې ده.

یوازې د مارچ میاشتې له نیمايي راهيسي افغان پوځ د کندز په څنډو کې د طالبنو پر ضد نژدې ۱۰ عملیات کړي دي او نور عملیات هم په پلان کې دي. دا ښايي د افغان حکومت د نوي ستراتیژۍ یوه برخه وي چې په ترڅ کې یې د دښمن برید ته ځواب ورکولو پر ځای پر هغه باندي لومړی برید کوي.

د امریکا متحدو ایالاتو د پوځ ډګروال پاول کریس، چې د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست معصوم ستانکزي له پاره د ناټو مشاور دی، وايي: «افغان ځواکونه تیر کال په دې پوه شول چې یوازي دفاع کول، ښې پایلې نه لري.» هغه زیاته کړې ده: «دا ځل هغوی ډیر مانورونه او يرغلونه کوي.»

طالبان اوس هم د کندز ولایت په ولسوالیو کې حضور لري او ادعا کوي چې پر کندز ځکه يرغل نه کوي چې نه غواړي ملکي تلفات ډېر شي. خو افغان پوځ بیا وایي چې له بدلونونو سره د هغوی ځواکونه د کندز ښار په مهمو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

ستانکزی هم وایی چې په وروستیو نښتو کې د طالبانو پر وړاندي د افغان پوځ بریا د دې سبب شوې ده چې سیمه ایز اوسیدونکي پر خپلو ځواکونو باندي لا ډیر اعتماد وکړي. هغه په کندز کې له رویترز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «تیر ځل خلک ډاډه نه ول چې دولت به طالبانو ته ماتې ورکړای شي. دا ځل زه د خلکو په منځ کې ډیر باور وینم. موږ دا ځل پر یاغیانو برید کړی دی.»

وضعیت اوس هم حساس دی

د کندز ولایت د پولیسو چارواکي په خپلو خبرو کې یوې ډیرې حساسې موضوع ته اشاره کوي او وایي: «موږ نه شو کولای چې ښار یوازي وساتو. که پوځ سیمه له طالبانو پاکه نه کړي، نو هغوی به یووار بیا راشي.»

دغه څرګندونې په دې اړه چې کابل به تر کوم وخت پوري په کندز کې ډیر سرتیري وساتي لا روښانه نه ده، ځکه همدااوس د افغانستان په سویل کې د ځواکونو کمښت احساسیږي.

د کندز ښار نیول طالبانو ته له سمبولیک لحاظه ډیر اهمیت لري. دغه ډله وایي چې په اپریل میاشت کې یې د کندز د نیولو عملیات د دوو لاملونو له کبله ودرول: لومړی دا چې هغوی څلور مهمې سیمې ونیولې او دویم دا چې هغوی وغوښتل د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي: «سیمه ایز اوسیدونکي اوس نورو ځایونو ته د کوچیدو په حال کې دي، او هر وخت چې زموږ جنګیالي د مرکزي شورا تائید ترلاسه کړي نو هغوی به خپل پرمختګ ته دوام ورکړي.»

خو د کندز پر سر جګړې تر ټولو ډیر زیان سیمه ایزو اوسیدونکو ته رسولی دی. پر دې ښار باندې د تیر کال جګړې له کبله لږ تر لږه ۳۰۰ ملکيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د کندز ښار یو اوسیدونکی چې د تیر کال په جګړه کې یې یو دوست ټپي شوی وو، وایي: «دا نورمال ژوند نه دی. ډیر وخت کیږي چې زموږ ژوند نورمال نه دی.»

که څه هم پوځ په وروستیو وختونو کې په کندز کې د برياوو ادعا کوي، خو له دې ښار څخه په موټر کې تر شل دقیقو مزل وروسته، د طالبانو تر کنترول لاندې سیمې پیلیږي.