1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایراني، افغان او پاکستاني مشران غونډه کوي

۱۳۹۰ بهمن ۲۱, جمعه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ وویل چي دغه هیواد به په راتلونکي اونۍ کي د افغانستان او ایران د مشرانو کوربه وي.

https://p.dw.com/p/141BO
انځور: AP

دغه مشران به په سیمه کي د تروریزم د له منځه وړلو په اړه خبري اتري وکړي. د افغانستان، پاکستان او ایران مشران په داسي حال کي سره غونډه کوي چي د ایران او امریکا تر منځ اړیکي د بل هر وخت په پرتله ډیري خړي دي او داسي ګواښونه کيږي چي اسرائيل به هم پر ایران د دغه هیواد د جنجالي اتومي پروگرام له کبله برید وکړي.

دغه غونډه د افغانستان له پاره هم په یوه ډیر حساس وخت کي تر سره کیږي. افغانستان غواړي له طالبانو سره سوله وکړي خو اندیښنه لري چي د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کي د خبرو اترو د جزئیاتو څخه لیري پریښودل شوی دئ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چي دغه دوه ورځيني غونډه به د رواني میاشتي په ۱۷مه او ۱۸ نیټه جوړه شي. د هغه په وینا په دغه غونډه کي به افغان ولسمشر حامد کرزی او د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد گډون ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په خبره په دغه درې اړخیزه غونډه کي به د سیمي پر موضوعگانو چي د تروریزم په وړاندي جگړه او د نشه يي توکو قاچاق پکښي شامل دي، خبري اتري وشي.

د امریکا د نیوکو سربیره پاکستان غواړي له ایران څخه خپل هیواد ته د نفتو یو پایپ لاین وغوځوي. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چي پاکستان غواړي په ۲۰۱۴ کال کي له ایران څخه د پایپ لاین پروژه پای ته ورسوي ځکه چي د هغه په وینا دا د پاکستان د اقتصادي ودي له پاره ډیر اهمیت لري. د دغه پایپ لان تړون په ۲۰۱۰ کال کي د ایران او پاکستان تر منځ لاسلیک شوی دئ.

د دوشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د ایران په وړاندي نوي تحریمونه اعلان کړل چي په ترڅ کي ئې د دغه هیواد له مرکزي بانک سره هم معاملي بندی شوي.

کله چي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له ویاند څخه د ایران په وړاندي د نوو تحریمونو په اړه وپوښتل شو هغه وویل چي هیواد ئې په سیمه کي د نوي بحران مخالف دئ او پر امریکا او ایران ئې غږ وکړ چي له یو بل سره خبري وکړي.

پاکستان پخپله هم له متحده ایالاتو سره په اړیکو کي ستونزي لري. د دغو دواړو هیوادونو اړیکي په پاکستان کي د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته یوه نوي پړاو ته ننوتي.

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض