1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بی پیلوټه الوتکې پر سر نوي جنجالونه‏

۱۳۹۱ آبان ۱۹, جمعه

پنتاګون د پنجشنبې په ورځ وویل چې ایراني الوتکو تیره اونۍ پر یوې امریکايي بی پیلوټه ‏الوتکې باندې ډزې کړې دي خو د هغې په ویشتلو نه دي توانیدلي. یو کال مخکې یوه امریکايي بی پیلوټه الوتکه د ایران په خاوره کې رالویدلې وه.‏

https://p.dw.com/p/16ftX
انځور: picture-alliance/dpa

امریکایي چارواکو ویلي دي چې دغه الوتکه په یوه څارونکي عملیات بوخته وه او د ایران ‏سواحلو ته يې نزدې الوتنه کوله. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې دا الوتکه په وسلو ‏سمبال نه وه.‏

د پنتاګون ویاند جورج لیتل ویلي دي: «هغوی پر الوتکې باندې څو وارې ډزې وکړې.» د ‏هغو معلوماتو له مخې چې د امریکا د دفاع وزارت د دې پېښې په اړه خپاره کړې دي، ‏ایراني ‏SU-25‎‏ ډوله الوتکو پر دغه امریکايي الوتکې چې ‏MQ-1‎‏ یا ‏Predator‏ نومیږي ‏ډزې کړې دي.‏

لیتل زیاته کړې ده چې که څه هم ایراني الوتکې دا بې پیلوټه الوتکه تعقیبوله او ورباندې ‏یې څو وارې ډزې کړي دي خو بیا هم هغه خپلې اډې ته رسیدلې ده.‏

استخباراتي عملیات به دوام ولري

جور لیتل ادعا کوي چې دا امریکايي بې پیلوټه الوتکه د ایران فضا ته نه وه ننوتې. امریکا ‏ایران ته د پېښې له کبله د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې ګواښ هم ورکړی دی.‏

لیتل ویلي دي: «موږ ایران ته دا خبره رسولې ده چې پر نړیوالو اوبو باندې به زموږ ‏استخباراتي عملیات دوام پیدا کړي... دا د سیمې د امنیت پر وړاندې زموږ ژمنتیا ده.»‏

تیر کال هم د ایران او امریکا تر منځ د یوې بې پیلوټه الوتکې پر سر جنجالونه رامنځ ته ‏شوي ول. هغه وخت د امریکا د استخباراتي سازمان یوه بې پیلوټه الوتکه د ایران په ‏خاوره کې رالویدلې وه چې بیا وروسته د ایران له خوا کشف او نندارې ته وړاندې شوه.‏

د ایران د اتومي پروګرام په اړه د اندیښنو له ډیریدو سره، متحده ایالاتو د بل هر وخت په ‏پرتله ډیر پوځیان په سیمه کې ځای پر ځای کړي دي. پر ایران باندې ډیر سخت اقتصادي ‏تحریمونه هم لګول شوي دي چې له کبله يې دا هیواد له ډیرو اقتصادي ستونزو سره ‏مخامخ دی.‏

که څه هم ایران ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې سوله ییز دی خو بیا هم امریکا او ‏اروپايي هیوادونه د اتومي پروګرام په برخه کې د ایران پر نیت باندې شک لري.‏

مسعود جهش (رویترز، د فرانسې خبري آژانس)‏
کتونکی: سید ریاض‏