1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایراني، ټایلندي او مکسیکي ژورنالستانو د زړورتیا جایزې تر لاسه کړي

۱۳۹۰ آبان ۶, جمعه

د ښځو لپاره د مطبوعاتو نړیوال بنیاد یوې ایرانۍ، یوې ټایلندۍ او یوي مکسیکۍ ته د ژورنالیزم په برخه د زړورتیا جایزې وکړي دي. دغه بنیاد همداراز د بي بي سي یوې خبریالي ته د «لاس ته راوړنو» جایزه هم ورکړې.

https://p.dw.com/p/130mD
ښځینه ژورنالستان په ډیری هیوادونو کې له ستونزو سره مخامخ دي
ښځینه ژورنالستان په ډیری هیوادونو کې له ستونزو سره مخامخ ديانځور: Fotolia/sahua d

د ښځو لپاره د مطبوعاتو نړیوال بنیاد همدا راز د «بي بي سي» خبریالې، کیت ایدي، ته د هغې د کارې لاس ته راړنو لپاره هم یوه جایزه ورکړه.

کیت ایدې په خپل کارې ژوند کې د افغانستان څخه تر د بوسنیا د جګړې په هکله رپورټونه ورکړي دي. هغه د دندې پر مهال ټپي شوي، په قبر کې یې شپي سبا کړي او لا تر اوسه یې په پښه کې د مرمیو پاتې شونې شته.

په همدې حال کې د زړورتیا جایزې ایرانۍ پریسا حفیظي، مکسیکۍ ادیلا نوارو بیلو او تایلندۍ پریمچیاپورن تر لاسه کړي دي.

پریسا حفیظي ۴۱ کاله عمر لري او په تهران کې د رویترز د خبریالانو مشره ده. ۴۳ کلنه ادیلا نوارو بیلو د یوې مجلې مشري پر غاړه لري او تایلندې پریمچیاپورن هم یوه ویب پاڼه لري.

ایرانۍ ژورنالسته پریسا حفیظي په ۲۰۰۹ کال کې د پولیسو لخوا وهل شوې وه او بیا په وار وار یې د ایران د امنیتې ځواکونو لخوا د نیول کیدو کواښونه هم تر لاسه کړي دي. خو هغه اوس هم د خپلې دندې سره مینه لري. هغه وایي:

«ډیر خلک زما څخه پوښتي چې څنګه کولای شم خپله دنده پرمخ بوځم. خو دا زما دنده ده او همدا زما ژوند دی.»

تایلندۍ پریمچیاپورن هم که د محکمي لخوا مجرمه وپیژندل شي نو کیدای شي چې شل کاله په زندان کې تیر کړي. د تایلند دولت وایي چې هغې باید د خپل له ویب پاڼي څخه د مخالفینو هغه نظریات پاک کړي وای چې په کې پر شاهي نظام نیوکې شوې وې.

اوس پریمچیاپورن په ضمانت آزاده ده خو د هغې دوسیه په محکمې کې څیړل کیږي. د تایلند حکومت څو څو وارې هڅه کړې چې د هغې ویب پاڼه وتړي.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض