1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایران افغانانو ته په آسانه ویزه نه ورکوي»

۱۳۹۱ خرداد ۲۱, یکشنبه

په کندهار کې هره ورځ ایران ته تلونکي په سلونو افغانان د کونسلگرۍ مخې ته د ویزې د تر لاسه کولو په موخه ولاړ وي. خو دغه مراجعینو ته په آسانې سره ویزې نه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/15BXv
انځور: Alexandr Blinov/Fotolia

په دغو کسانو کي ښځي، کوچنيان، سپين ږيري او اوزګار ځوانان هم شامل دي. د دغه مراجعینو زیاتره برخه د کندهار، زابل، اورزگان، دایکندي او د غزني ولایتونو، درې ژبي هیوادوال دي.

ايران ته د تلونکو کسانو یو شمیر هغه کسان دي چې د خپلو ناروغيو د درملني، د دوستانو ليدلو، خپلوکورونو، مزدورۍ او يوشمير ئې بیا داسي دي چي د خپلو بندي سوو وروڼو يا اولادونو پايوازۍ اوپوښتني ته ورځي.

دغه کسان چي ټوله ورځ سره لمر ته د ویزې د تر لاسه کولو په موخه تيروي شکايت کوي، چي د ايران د کونسلګرۍ چارواکي ئې قصدا کارونه ځنډوي او نه غواړي چي افغانان په سم ډول د دوى خاوري ته ورسي.

د دايکندي څخه راغلي محمد حسين، وایي چې تر دریو مياشتو زيات وخت کيږي چي د خپلي سپين سري ميرمن سره کندهار ته راغلى دئ او د ايران له کونسلګرۍ څخه د ويزې د تر لاسه کولو انتظارکوي، لاکن تر اوسه پوري ئې چاپوښتنه هم نه ده کړې.

د محمد حسين، په وينا دولت ته په کارده چي د خپلوخلکو په حال ځان خبرکړي، په ايران کي خو له دوی سره ظلمونه کيږي، په خپله خاوره کي هم دا دئ د ايرانيانو لاس ته اړ يو.

يو بل ځوان بيا وايي چي يوه مياشت او پنځلس ورځي ئې د وېزې د تر لاسه کولو له پاره انتظارکړى دئ، د ده په خبره دا يو انتظارنه دئ، کله چي ویزه تر لاسه کړي، بيا به ټکټ او نورو کاغذي کارونو ته هم يوه مياشت تيروي.
يوه ميرمن چي د لور د واده مراسمو ته راغلې او اوس غواړي چي بيرته د ايران د يزد، په ښار کي خپلي کورنۍ ته ولاړه سي، وایي چې دوې مياشتي ئې انتظار کړى دئ، لاکن تر اوسه ورته نوبت نه دئ ورسيدلى.

يوه پنځه څلوېښته کلنه ميرمن زينب، وایي چې د مهاجرت ژوند ئې په زاهدان کي تيرکړى دئ، وروسته ايراني چارواکو له خپلي کورنۍ سره له پولي را اړولې ده، د هغې په وینا يو زوى ئې هلته پاته دئ اوغواړي چي د هغه په لټه بيرته زاهدان ته ولاړه سي خو ويزه نه ورکول کيږي.

خو په کندهار کي چارواکي وايي چې دوى په دې اړه د ايران کونسلګرۍ له مسئولينوسره ږغيدلي دي او ورڅخه ئې غوښتي دي چي د قانوني مراحلو د طى کولو وروسته، افغانانو ته په اسانۍ سره ويزه ورکړي.

د چارواکو په خبره د ايران د کونسلګرۍ مسئولينو ورته ژمنه ورکړي ده چي په دې لارکي به تر خپل وسه پوري هڅه کوي چي افغانانو ته د ویزې ورکولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کندهار والي توريالى ويسا، وايي چې له دوى سره د ايراني چارواکو ژمني د دې څرګندونه کوي چي نور به ايران ته تلونکو افغانانو ته پر وخت باندي ویزې ورکوي.

په کندهارکي د ايران کونسل علي اصغر، وايي چې د بهرنیو چارو زارت دوې ته هره میاشت د ١٥٠٠ ويزو اجازه ورکړې ده، خو د مراجعینو شمیر تر ۳ زره کسانو زیات وي.

د هغه په وینا همدا لامل دئ چې ایران ته د تلونکو کسانو ویزې ځنډیږي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د کندهار والي له دوی سره د خلکو انديښنې شریکې کړي دي او اوس پلان لري چې د ویزې د تر لاسه کولو چارې د قره کشۍ له مخې تر سره کړي.

ابراهیم سپیڅلی/ کندهار
کتونکی: سید ریاض