1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران او پاکستان په لا ډیرې همغږې ټینګار کړی

۱۳۹۰ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

د ایران د جمهوري ریاست د انټرنیټ پاڼې په حواله د پاکستان لمړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، او د ایران ولسمشر، محمود احمدي نژاد، د ترهګرې پر ضد په جګړه کې د لا ډیرې همغږې کولو لپاره غږ کړی

https://p.dw.com/p/12XxQ
د ایران او پاکستان ولسمشران
د ایران او پاکستان ولسمشرانانځور: dapd

ګیلانې دا وخت د یو لوړ پوړي هیت سره د ایران په رسمي سفر بوخت دی. احمدي نژاد د ګیلاني سره په خبرو اترو کې ویلي:

«د تروریزم پر ضد جګړه د هیوادونو او ملتونو تر منځ یووالي او هم غږۍ ته اړتیا لري.»

احمدي نژاد زیاته کړې چې د دواړو هیوادونو دښمنان او د سیمي ځیني ریاستونه نا امنیو ته لمن وهي او غواړي چې په دغه کړنو سره د سیمي د هیوادونو د پر مختګ مخه ډب کړي.

د دغي انټرنیټ پاڼې په وینا په دغه لیدنه کتنه کې د پاکستان لمړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، ویلي چې اسلام آباد او تهران کولای شي چې د ژورې همکاریې او همغږۍ پر مټ د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې مؤثره ګامونه اوچت کړي.

د دغې انټرنیټ پاڼې په وینا، ګیلاني، د دې خبرې هم ژمنه کړې چې پاکستان به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د دواړو هیوادونو دوه طرفه اړیکو ته تاوان ورسوي.

د روان کال د جون په میاشت کې ایران، پاکستان او افغانستان په تهران کې د ترهګرې پر ضد یوه غونډه کې د اورپکو خلاف په ګډه توګه د مبارزي په سر، هوکړه کړې وه.

د پاکستان د لمړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، د دې رسمي سفر تر مخه د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، د جون او جولایې په میاشتو کې دوه وراې ایران ته سفر کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، علي اکبر صالحي، هم تیره اونۍ په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی وو تر څو د پاکستان له دولت سره خپل اقتصادي او سیاسي نظرونه شریک کړي.

اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: مسعود جهش