1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران بیا د افغان سوداګرو ټانکرونه درولي دي

۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبه

د افغانستان د سوداګري خونو چارواکي وایي چې ایران یو ځل بیا د نیمروز په سرحد کې د افغاني سوداګرو د تیلو ټانکرونه درولي دي. دغه چارواکي زیاتوي چې ایران هره ورځ یوازې څو ټانکرونو ته افغانستان ته د اوښتو ‎اجازه ورکوي.

https://p.dw.com/p/15OWh
انځور: AP

افغان سوداگر وایي چې هغوی هره ورځ ایران ته د هر ټانکر پر سر سل ډالره ورکوي. که څه هم ایران تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي خو دوه کاله مخکې ئې هم ورته عمل تر سره کړی وو.

له ایران سره په پوله له نیمروز ولایت څخه د تیلو یوه سوداګر دویچه ویله (المان غږ) ته وویل چې له دریو ورځو راهیسې ایران د افغان سوداګرو ډیر شمیر د تیلو ټانکرونه درولي دي:

«ایرانیانو پر دې سربیره چې زموږ د سون د موادو لارۍ درولي دي، د هرې ورځې پر سر له موږ څخه د لارۍ پر سره سل ډالره اخلي. له بلې خوا تیل داسې خاصیت لري چې خپله د وخت په تیریدو ګاز کوي چې له دې امله هم سوداگرو ته تاوان رسیږي.»

ایران په ۲۰۱۰ کال کې هم په خپلو سرحدونو کې د افغان سوداګرو د سون د موادو نزدې ۲۰۰۰ لارۍ درولې وې. هغه وخت ایران ویلي وو چې په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونه د هغوی له تیلو څخه کار اخلي او له همدې کبله هغوی اجازه نه ورکوي چې دا تیل افغانستان ته ورسیږي. هغه وخت په افغانستان کې میشت د ناټو مشرتابه ویلي وو چې هغوی د ایران له تیلو څخه کار نه اخلي. دا چې دا ځل ولې ایران د افغان سوداگرو د تیلو د ټانکرونو پر وړاندې خپله تړلې ده لامل ئې لا روښانه نه دئ.

د سوداګرو دغه شکایت په کابل کې د افغانستان د سوداګري خونو یوه چارواکي محمد نبي حکیمي، رسنیو سره په خبرو کې ومنله. هغه وویل چې دوی ته په ایران کې د ۵۰۰ ټانکرو د درولو خبر رسیدلی دئ:

«موږ لا نه پوهیږو چې ایران ولې د افغان سوداګرو اموال درولي دي. په داسې حال چې د سرحد سفري نقطې ته را رسیدلي دي. ایران هره ورځ یوازې ۱۵ یا ۲۰ ټانکرونه راپریږدي نور ټانکرونه ولاړ دي چې له دې امله زموږ سوداګر ډیر زیان ګالي.»

د رپوټونو له مخې ایران اوس په نړیواله کچه له اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دئ. د ایران نفت اوس په نړۍ کې ډیر پیریدونکي نه لري چې له دې وجې دا هیواد له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.

شریف شرفیار
کتونکی: مسعود جهش