1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د «اسلامي دولت» پر مرچلو بمبارۍ کوي

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ آذر ۱۲, چهارشنبه

د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد جگړه کې ایران د عراق د حکومت تر څنگ ولاړ دی. د پنتاگون د معلوماتو له مخې اوس د ایران رژیم له امریکا سره بې له مشورې په عراق کي په اول وار د «اسلامي دولت» پر ضد هوايي بریدونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/1DyYB
Bildergalerie Iran KW 52
انځور: IRNA

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت «پنتاگون» د وینا له مخي ایرانیانو په تیرو څو ورځو کې په گاونډي هیواد، عراق کې د «اسلامي دولت» ډلي پر مرچلو باندي بمبار کړی دی.

د پنتاگون ویاند، جان کیربي وویل: «واشنگتن داسي نخښي نښانې تر لاسه کړي دي، چې څرگندوي: د ایران جټ جنگي الوتکو د عراق په ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې پر اهدافو باندي بمبار کړی دی.»

کیربي، زیاته کړه، داسي ښکاري چې دغه هوايي بریدونه د «اف ۴ ډوله فانتوم جنگي جټ الوتکو» کړي وي. د پنتاگون ویاند یادونه وکړه: «دغه حملې د اسلامي دولت ډلي پر ضد امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب ائتلاف سره په سلا تر سره شوي نه دي» او نه ورسره مخکي له مخکي کومه امشوره شوې ده.»

د تهران د ملایانو رژیم د افراطي سني جنگياليو پر ضد جگړه کې په بغداد کې د شعيه گانو تر نفوذ لاندي حکومت سره د وسلو او پوځي روزنو مرسته کوي. دا لومړی وار دی چې امریکا متحدو ایالاتو دا خبره تصدیقوي چې ایران هم په عراق کې هوايي بریدونه تر سره کوي.

تر دې دمخه د پنتاگون ویاند خبریالانو ته ویلي ول، چې امریکا متحدو ایالاتو په عراق کې د خپلو هوايي بمباریو په هکله د عراق له حکومت څخه پوښتنه کوي. د «اسلامي دولت» ترهگري ډلي پر ضد نړیوال ائتلاف کې ایران برخه نه لري.

د رپوټونو له مخې دغه ائتلاف نن (چهار شنبه د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر۳) د خپلي ستراتیژۍ د راتلوتکې په هکله بحث او خبري کوي. د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري، په بلنه نن د ناتو په مقر بروکسل کې د ۵۸ دولتونو استازو ته بلنه ورکړل شوې ده، څو د «اسلامي دولت» ترهگري ډلي پر ضد د جگړې په هکله خبري وکړې.

په دغه غونډه کې د دغي ډلې پر ضد د متحدو ایالاتو په مشرتوب د هوايي بمباریو د دوام پر سر پر بحث سر بیره په دې هکله هم خبري کیږي، چې څرنگه د «اسلامي دولت» ترهگري ډلي لیکو ته د دباندنيو جنگیالو د بهیر او دغي ډلي ته د مالي مرستو سرچینو مخه ونیوله شي.

د بروکسل په دغه غوڼده کې له هغو کډوالو سره د مرستو په هکله خبري کیږي چې په عراق او یا سوریه کې د جگړو له امله له خپلو ټاټوبو څخه تیښتو ته مجبوره شوي دي.