1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د افغانانو د اعدامولو لړۍ ته دوام ورکوي

میرویس جلالزی۱۳۹۲ فروردین ۸, پنجشنبه

د ایران حکومت د افغان دولت او ملګرو ملتونو پر مکررو غوښتنو سربیره، اوس هم د افغان بندیانو د اعدامولو لړۍ ته دوام ورکوي. په یوه تازه پېښه کې د درو تنو افغانانو مړي چې په ایران کې اعدام شوي ول پروان ولایت ته راوړل شول.

https://p.dw.com/p/185OS
انځور: FARS

د ایران حکومت د افغان دولت او ملګرو ملتونو پر مکررو غوښتنو سربیره، اوس هم د افغان بندیانو د اعدامولو لړۍ ته دوام ورکوي. په یوه تازه پېښه کې د درو تنو افغانانو مړي چې په ایران کې اعدام شوي ول پروان ولایت ته راوړل شول.

د ایران خبري آژانسونه وايي چې اوس په ايران کې تر دوو زرو ډېر افغانان بندیان دي. د دغو بندیانو په ډله کې له ۲۵۰ تنو څخه زیات کسان د اعدام په سزا محکوم دي. که څه هم تر دې مخکې افغان دولت او ملگرو ملتونو پر ایران باندې غږ کړی وو چې د افغانانو د اعدامولو لړۍ بند کړي، خو په وروستیو وختونو کې افغان چارواکي او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو نمایندګيUNHCR وايي چې ايران يو ځل بيا د افغان زندانيانو د اعدامولو لړۍ پيل کړې ده.

په ايران کې د افغان زندانيانو د اعدام خبر په کال کې څو وارې په افغانستان کې د حکومت، ولسي وگړو او سياسي گوندونو اندېښنې راپاروي خو بيا هم افغان حکومت تر دې مهاله پر دې نه دی توانېدلى چې په دې برخه کې له ايران سره یوه توافق ته ورسیږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو نمایندگي ویاند نادر فرهاد، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ میاشتې ۲۸ نېټه) وویل چې ایران باید د افغانانو اعدامولو ته د پای ټکی کیږدي. ښاغلي فرهاد د ایران دغه عمل د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو خلاف وباله.

نادر فرهاد زیاته کړه: «په ایران کې د اعدامونو په مسله کې په داسي حال کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالوچارو نمایندګي اندیښمنه ده، موږ دولتونه دې ته هڅوو چې یو له بل سره په دوه اړخیزه خبرې وکړي او یوه حل لاره پیدا کړي.»

تېر کال د افغانستان ملي شورا يو داسې قانون تصويب کړی وو چې له نورو هېوادونو سره يې د بنديانو تبادلې ته لاره هواره کړې وه، خو داسې ښکاري چې افغان حکومت له ایران سره په دې برخه کې کومې موافقې ته نه وي رسیدلی.

ویل کیږي چې د مخدره توکو د قاچاق په جرم اعدام شوي افغانان په ایران کې د لازمو حقوقي مراحلو تر بشپړیدو مخکې اعدامیږي. د افغانستان د کډوالو چارو وزیر جماهیر انوري، دا خبره مني چې افغان بندیان د مدافع وکیلانو له لرلو پرته اعدام شوي دي. هغه زیاتوي: «افغان بندیان باید د وکیل لرلو له حق څخه برخمن وي او د هغوی دوسيې باید په شفافه او سمه توګه وڅیړل شي. موږ نه پوهیږو چې اوس دغه دوسیې څرنگه څیړل کیږي.»