ایران د امریکايي بې پیلوټه الوتکي کاپي جوړوي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۳, یکشنبهاعلان
د المان د ډي ای ډي پي خبري اژانس د خبر له مخي، ایران د خپلو معلوماتو په حواله دغه هیواد په تیر کال کي د رالوېدلي بې پیلوټه امریکايي الوتکې یوه کاپي یا نقل جوړوي. د یکشنبې په ورځ د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواکونو مشر ويلي دي، چي پر دې سربیره کارپوهان په دې هم بوخت دي چي په امریکايي بې پیلوټه الوتکه کي ثبت شوي معلومات خوندي کړي. د تیر کال د ډسمبر په میاشت کي یوه بې پیلوټه امریکايي الوتکه د ایران په ختیځ کي رالوېدله. امریکا هم د الوتکي لا درکه کیدل تصدیق کړي ول.