1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د خپل اتومي پروګرام په اړه سخت دریځ څرگند کړی

۱۳۹۱ آبان ۴, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16W9Q

ایران غواړي چې د خپل اتومي پروګرام په اړه تر دې وروسته سخت دریځ ونیسي. د دغه هیواد لوړپوړو چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې یا به لویدیځوال د ایران په مقابل کې خپل بندیزونه راکموي او یا به دغه هیواد پس له دې په ډېره پیمانه یورانیم غني کوي.

د ایران د ملي امنیت د کمېټې مشر منصور حقیقت پور، د چهارشنبې په ورځ د اسوشیتد پریس، په نامه خبري آژانس ته وویل چې لویدیځوال اوس د دې چانس لري چې زموږ سره یوه تفاهم ته ورسیږي. همدارنګه د دغه کمیسیون ویاند حسین بقایي، هم ویلی دي چې د لویدیځ هیوادونه پر دې باور دي چې ښایې په دې ډول به ایران د خبرو اترو مېز ته راوبولي. هغه زیاته کړې چې دا خبره سمه نه ده چې گنې موږ د دغو خبرو اترو څخه کله ځان کښلی دی. امریکا او لویدیځ پر ایران تور لګوي چې په پټه اتومي وسلې جوړوي خو ایران د ځان په هکله دغه تورورونه تل رد کړي دي.