1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایران د خپل اتومي پروگرام د غځولو نیت لري»

۱۳۹۱ آبان ۲۷, شنبه
https://p.dw.com/p/16kvR

د ورکړل شوو رپوټونو پر اساس ایران غواړي چې خپل لانجمن اتومي پروگرام لا پسې وغځوي. د ملگرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان په یوه راپور کې راغلي دي چې ایران دې ته چمتووالی لري چې د خپلو یورانیمو د غني کولو پروگرام کې ډیروالی راولي.

په دغه رپوټ کې زیاته شوې ده چې ایران غواړي د څو ورځو په اوږدو کې د استفادې وړ د سانتریفوژ centrifuges شمیر له ۷۰۰ څخه ۱۴۰۰ ته لوړ کړي. لویدیځ داسې ویره لري چې ایران له دغه موادو څخه د اتومي سرگلولو په جوړولو کې گټه اخلي. خو ایران بیا پر دې خبره ټینگار کوي چې د دوی اتومي پروگرام یوازې د سوله ییزو موخو له پاره دی.