1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ایران د سوریې په جګړه کې افغان او پاکستاني شعیه ګان کاروي

۱۳۹۶ شهریور ۲۵, شنبه

چارواکي او کارپوهان وايي چې ایران په زرهاو افغان او پاکستاني شعیه ګان مسلمانان جلبوي چې په سوریه کې د بشار الاسد د ځواکونو په ملاتړ وجنګیږي. دوی ته یې په بدل کې ۶۰۰ ډالر تنخوا او په ایران کې د کار ژمنې ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/2k69e
Syrien Armee
انځور: picture-alliance/Press Service of the President

په عین حال کې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای، له لوري له وړاندې نه د دې جنګیالیو ستاینه شوې او آن خپلې لوا ګانې لري. خو په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ ضد چارواکي خپلو هیوادونو ته د دې جنګیالیو د بیرته راتګ په اړه، اندیښنه لري ځکه هغوی کیدای شي د سوریې تر جګړې وروسته په خپلو هیوادونو کې په ورانکاریو بوخت شي.

په امریکا کې د دموکراسیو د دفاع له بنسټ څخه د ایران د چارو کارپوه امیر توماج، په دې هکله ویلي چې د دې جنګیالو شمیر د بدلیدو په حال کې دی خو زیاتوي چې لږ تر لږه ۶۰۰۰ افغانان په سوریې کې جنګیدلي. هغه زیاتوي چې د زینبیون د لوا په چوکاټ کې د پاکستاني جنګیالیو شمیر بیا د سلهاوو په شاوخووا کې دی چې د اسد له پاره جګړه کوي.

Syrien Ghouta | Luftangriffe
ایران د سوریې په جګړه کې د بشار الاسد ملاتړ کويانځور: Getty Images/AFP/A.Almohibany

په افغانستان کې بیا د شعیه اقلیت پر وړاندې بریدونه هم زیات شوي چې مسوولیت یې هم د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګه مني. توماج وايي چې په افغانستان کې پر شعیه ګانو دغه راز بریدونه ښايي د اسلامي دولت ډلې لخوا په سوریه کې د افغان جنګیالیو د فعالیت په بدل کې ترسره کیږي کوم چې د فاطمیون د لوا په چوکاټ کې جنګیږي.

خراسان د افغانستان، ایران، پاکستان او مرکزي آسیا د ځینو برخو څخه جوړ شوی یو تاریخې نوم دی. توماج وايي چې «خلک د یو عکس العمل په انتظار کې وو او اسلامي دولت ډله د مذهبي نفاق د رامنځته کولو خپله ستراتیژي لري.»

په افغانستان کې شعیه ګان په ویره کې دي. په پلازمینه کابل کې د جعمې ورځې د لمونځ پر مهال د شعیه ګانو په جومات کې د جومات یو خدمت کوونکي وايي چې د شعیه ګانو د ستر جومات ابراهیم خلیل په ګډون د جوماتونو دریمه برخه هم په ډیر مشکل سره ډکیږي. د مسلمانانو په سپیڅلې ورځ یعنې د تیرو جمعو په ورځ به په دې جوماتونو کې د عبادت کوونکو شمیر دومره ډیریدو چې دوی به اړ وو له جومات څخه بهر په کوڅو کې د جمعې لمونځ او عبادت وکړي.

په پلازمینه کابل کې د یوه رستورانت شعیه مالک محمد نعیم، له ایران څخه یوه غوښتنه لري: «مهرباني وکړئ زموږ بې وزله افغان شعیه مهاجرین سوریې ته د جګړې له پاره مه استوئ ځکه بیا داعش په مستقیمه توګه پر شعیه ګانو بریدونه کوي.»

په ورته وخت کې د داعش ډلې د خراسان څانګې پاکستان هم په نخښه کړی. اسلامي دولت په پاکستان کې پر شعیه لږکیو باندې د ګڼ شمیر بریدونو مسوولیت منلی او څو ځله یې د شعیه ګانو زیارتونو ته خپل ځانمرګي بردیګر هم لیږلي چې له امله یې ګڼ شمیر شعیه عبادت کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په پاکستان کې مذهبي اختلافات وخت نا وخت په تاوتریخوالی هم اوړي. تورماج وايي چې په دې هیواد کې زیاتره شعیه لږکۍ په نخښه کیږي چې له امله یې دغه شعیه ګان بیا د ایران له خوا په اسانۍ سره جذبیږي. نوموړی همدا راز زیاتوي چې ایران په پاکستان کې زیاتره د پاړه چینار په سیمه کې چې کرمې ایجنسۍ مرکز دی شعیه جنګیالي جذبوي. په دې سیمه کې سني جنګیالي وخت نا وخته شعیه اقلیتونه په چاودنو او بریدونو سره هم په نخښه کوي.

د روان کال په جون میاشت کې په دې سیمه کې د ځانمرګو بریدونو له امله شاوخوا ۷۰ کسان ووژل شول چې له امله یې په ټول پاکستان کې لاریونونه ترسره شول او د شعیه ګانو د نسل وژنې د بندولو شعارونه یې ورکول.

د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې بربنډ شي وویل چې د پاکستان له شمالي برخو ګلګت او بلتستان څخه هم جنیګالي جذبیږي. د پاکستان یو بل استخباراتي چارواکی هم د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي دي چې جذبوونکي چې زیاتره شعیه تبلیغیان دي له ایران سره هم اړیکي لري او زیاترو یې د ایران په قم او مشهد کې په مذهبي مرکزونو کې خپلې زده کړې هم پای ته رسولي دي.

د ایران لخوا د جګړې په دې لیکو کې د شعیه جنګیالیو له پاره بیلا بیل دلیلونه وي. ځینې یې په سوریه کې د دوی د مذهبي سپیڅلو ځایونو لکه د سیده زینب د زیارت د ساتنې له پاره جګړې ته ځي. د سوریې په پلازمینه دمشق کې واقع دغه زیارت په ۲۰۱۳م کال کې د سوریايي یاغیانو لخوا تر برید لاندې هم راغلی وو. ځینې نور جنګیالي بیا د پیسو او د کور د ترلاسه کولو له پاره جګړې ته زړه ښه کوي.

توماج وايي چې په ایران کې د شاوخوا یو میلیون مهاجرینو له ډلې څخه ځینو ته یې په ایران کې د دایمې اقامې ژمنې ورکول کیږي. د پاکستان په پاړه چینار کې بیا شعیه ګانو ته اصلي دلیل د سني جنګیالیو لخوا پر دوی باندې بریدونه ښه دلیل دی.

په عین  وخت کې د افغانستان د شعیه ګانو د شورا یو مذهبي غړی، میر حسین ناصري وايي چې شعیه ګان مکلف دي چې هم په عراق او هم په سوریه کې د خپلو مذهبي ځایونو ساتنه وکړي. نوموړي همدا راز وویل چې «افغانان سوریې ته د دې له پاره ځي چې د دوی د مقدسو ځایونو باندې د داعش د بریدونو مخنیوی وکړي او داعش د شعیه ګانو دښمن دی.»

له داعش سره پخوانی بندي، اوس د ترهګرو په موندلو کې مرسته کوي

د پاکستان د ترهګرې ضد د ادارې مشر احسان غني اسوشیتد پریس خبري آژانس ته په دې هکله ویلي چې د هغه اداره اوسمهال د مهاجرت د اسنادو سربیره ټول اسناد ارزوي ترڅو د سوریې په ګډون په منځني ختیځ کې په دواړو لورو کې د پاکستاني جنګیالیو شمیر معلوم کړي. هغه زیاتوي چې دا کار ډیر وخت ته اړتیا لري. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې «موږ په دې خبر یو چې ځینې کسان هلته د جګړې له پاره ځي خو موږ باید په دې هم وپوهیږو چې څوک سوریې او عراق ته د زیارت له پاره ځي او څوک د جګړې له پاره دې هیوادونو ته سفر کوي.»

په متحده ایالاتو کې د راند کارپوریشن تر نامه لاندې د یوه امریکايي سازمان د پالیسو یو لوړ پوړی څیړونکی نادر علي، بیا وايي چې افغان او پاکستاني جنګیالي ایران ته د دې امکان هم په لاس ورکوي چې تهران وکولای شي په دې کار سره په سیمه کې خپل اغیز پراخ کړي او د خپلو دښمنانو پر ضد د خوندیتوب له پاره دوی وګماري.

په افغانستان کې د ایران لخوا د طالبانو د ملاتړ د تورونو سربیره، علي وايي چې دغه شعیه جنګیالي په اصل کې د ایران وسله ده او په هغه وخت کې ترې کار اخلي کله چې له افغان دولت سره چې پکې سني اکثریت شتون لري، د ایران اړیکې د خرابیدو په لوري روانې وي.

علي همدا راز وايي: «کله چې د سوریې کورنۍ جګړه کراره شي نو ایران که لسګونه زره نه وي نو زرګونه زره جنګیالي په خپله ولکه کې لري او په نورو تاوتریخوالو کې ترې کار اخیستلی شي.»

هغه زیاتوي چې داسې امکان هم شته چې ایران غواړي د خپلو ملیشو په واسطه په افغانستان کې لا ډیر ښکیل شي ځکه ایران په خپله پوله کې د امنیت له کبله په ډیره اندیښنه کې دی او دا به د منلو وړ خبره وي چې د نیابتي ځواکونو څخه په دې مورد کې کار واخیستل شي.»

د پاکستان اړیکې هم له ایران سره ښې نه دي. په ځینو مواردو کې د ایران ضد یاغي ډلې جندالله پر ایراني پوله ساتو ځواکونو باندې له بلوچستان څخه بریدونه کوي. په جون میاشت کې بیا پاکستان د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه غورځولې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب