1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران له اتومي تړون څخه د وتلو ګواښ کړی دی

۱۳۹۶ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

د روان میلادي کال د جولای میاشتي په نیمایي کې امریکا متحدو ایالاتو پر ایران نوي بندیزونه ولګول. تهران د دغو بندیزونو له کبله خوښ نه دی او اوس یې له اتومي تړون څخه د وتلو ګواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/2iDkv
Iran Präsident Ruhani Rede im Parlament
انځور: Mehr

د امریکا متحدو ایالاتو له لوري د نوي بندیزونو د لګولو په صورت کې ایران له اتومي تړون څخه د وتلو ګواښ کړی دی. د ایران ولسمشر حسن روحاني پارلمان ته په خپله وینا کې چې د تلویزون له لارې خپریده ویلي دي چې که چیرې واشنګټن د خپلو «بندیزونو او جبر» سیاست ته ادامه ورکړي، نو په وینا یې تهران په «څو ساعتونو کې» دغه تړون فسخه کولای شي.

روحاني په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې «د بندیزونو او جبر ناکامه تجربې» د متحدو ایالاتو پخواني حکومتونه د خبرو اترو میز ته کښینولی وو. روحاني خبرداری ورکړی «که چیرې هغوی دغې تجربې ته بیرته ورګرځیدل غواړي، نو موږ به خپل پخواني وضعیت ته په لا پیاوړې توګه وروګرځو.» د حسن روحاني په خبره د متحدو ایالاتو ولسمشر ترمپ نړۍ ته وښووله چې یو ښه شریک نه دی.

روحاني پر متحدو ایالاتو باندې تور پورې کړ چې په تکراري توګه یې د اتومي تړون په برخه کې له خپلو ژمنو څخه مخ اړولی دی. روحاني یادونه کړې ده چې امریکا متحده ایالات نور «د مذاکراتو د بار وړ شریک نه دی.»

ترمپ په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره د رامنځ ته شوي نړیوال اتومي تړون سخت منتقد دی. په جنورۍ میاشتې کې واک ته د ترمپ تر رسیدو وروسته د متحدو ایالاتو او ایران اړیکي په څرګند ډول خرابې شوي دي. له هغې راهیسې امریکا متحده ایالاتو د ایران پر ْد څو وارې بندیزونه لګولي دي.

د ایران پارلمان د توغندیو د پروګرام له پاره بودجه تصویب کړه

د یکشنبې په ورځ د ایران پارلمان د رائیو په اکثریت یوه مسوده تصویب کړه، چې د دغه هیواد د توغندیو پروګرام او همداشان د سپاه انقلاب بودجې زیاتوالی په پام کې لري. په ټوله کې شا او خوا ۵۰۰ میلیونو یورو مطرح دي چې نیمایي به یې د توغندیو د پروګرام او همداشان د سپاه انقلاب له پاره ولګول شي. باقې پاتې نورې نیمایي یې د بهرنیو او دفاع چارو وزراتونو او همداشان د استخباراتي ادارو له پاره په پام کې نیول شوي دي. د رسنیو د رپوټونو له مخې تصویب شوی قانون د متحدو ایالاتو نوی بندیزونو ته ځواب دی.

د ملګرو ملتونو پنځه ویټو حق درلودونکي هیوادونه او آلمان له ایران سره د اتومي تړون په هکله یوه توافق ته رسیدلي وو. دغه تړون تهران پر دې مکلفوي چې د یورانیمو د غني کولو کچه په څرګند ډول راټیټه کړي او سخت نړیوال کنترول ته اجازه ورکړي. د دې په بدل کې په تدریجي توګه د ایران پر وړاندې بندیزونه لیرې کړی شي.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: