1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ایران په سوریه کې د داعش مورچلونه بمبار کړي

۱۳۹۶ خرداد ۲۹, دوشنبه

ايران په تهران کې تر غبرگو ځانمرگو بریدونو وروسته داعش ته د غچ اخیستو گواښ کړی وو. اوس د ایران سپاه پاسدران خپله دغه خبره عملي کړې ده. په عین وخت کې په سوریه کې امریکايي الوتکې یوه سوریايي جېټ الوتکه ویشتلې ده.

https://p.dw.com/p/2euHq
Raketenabschuss im Iran
انځور: picture alliance/AP/Isna

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د ایران سپاه پاسدران په سوریه کې د داعش پر مورچلو توغندي توغولي دي. د سپاه پاسدران له له لوري په خپره شوې بیانيه کې ویل شوي دي چې په «دیر الزور» کې د تروریستانو پر مرکز باندې برید په تهران کې د جون پر اوومه نیټه د ترهگریز برید غچ اخیستلو په موخه شوی. دغه خبر د تسنیم په نوم خبري آژانس ورکړی دی.

سپاه پاسداران: د داعش ډیر ترهگر وژل شوي

د ایران سپاه پاسداران له لوري په بیانیه کې راغلي دي چې دغه برید ترهگرو او د هغو پلویانو ته خبرداری هم دی، څو په ایران کې دغسې بریدونه بیا تکرار نه کړي. ویل شوي دي چې د منځني واټن ویشتونکي توغندي د ایران په لویدیځ کې له یوه هوایي ډگر څخه توغول شوي دي.

سپاه پاسدرانو په خپله مطبوعاتي بیانه کې ادعا کړې ده چې په دغه برید کې د داعش ډیر ترهگر وژل شوي او د وسلو د زیرمو یوه برخه یې ویجاړه شوې ده.

د جون میاشتې پر اوومه نیټه په تهران کې په پارلمان او د آیت الله خمیني په مزار کې د ځانمرگو بریدونو په پایله کې ۱۷ کسان ووژل شول او تر۵۰ زیات ټپیان شول. داعش د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه واخيست. ویل کیږي چې داعش ایران خپل سرسخت دښمن گڼي، په ځانگړې توگه له دې کبله چې د ایران سپاه پاسدران په سوريه او د عراق په شمال کې د داعش پر ضد جگړو کې ښکیل دي.

د سوريې جېټ الوتکه ویشتل شوې

په عین وخت کې امریکایي هوایي ځواکونو یوه سوریایي جېټ الوتکه ویشتلې ده. د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ نړیوال ائتلاف ويلي دي چې دغه الوتکه وروسته له هغې په سملاسي توگه وویشتل شوه چې د سوریې په شمال کې یې «د سوريې دیموکراتیک ځواک» پر جنگیالیو بمباري وکړه. زیاته شوې ده چې دغه ځواک چې له عربي ـ کردي ملیشو څخه جوړ دی په سیمه کې د داعش پر ضد جنگیږي.

د نړیوال ائتلاف له لوري په بیانیه کې راغلي دي چې «دغه ائتلاف د سوریې د رژیم او یا د هغې متحد او یا هم د رژیم پلوه ځواکونو پر ضد د جگړې کومه هڅه نه کوي.» خو په بیانیه کې دا هم ویل شوي دي چې دوی به له کوم ځنډ کار وا نه اخلي که چیرې ائتلافي ځواکونه او یا یې متحدین له گواښ سره مخامخ وي.

همداشان د سوریې دولتي خبري آژانس سنا، هم د سوخو اس یوـ۲۲، ډوله جېټ الوتکې د ویشتل کیدو رپوټ ورکړی دی. د سنا خبري آژانس په وینا دغې جېټ الوتکې د داعش پر مورچلو بریدونه کول.

داعش اوسمهال په سوریه او عراق کې په خپلو مهم ټاټوبو کې تر سخت فشار لاندې دی. په رقه کې د کردي ملیشو له لوري د داعش پر ضد عملیات پیل شوي دي چې د متحدو ایالاتو هوايي ملاتړ ورسره دی. له دې سره همهاله د عراق په شمال کې د موصل ښار د نیولو له پاره جگړه ادامه لري.

زموږ له ارشيف څخه: