1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایزیدۍ ښځه: داعش زه وپلورلم

۱۳۹۴ آذر ۲۶, پنجشنبه

یوې ایزدۍ د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي دي چې د «اسلامي دولت» ډلي جنگیالیو تښتولې وه. نوموړۍ زیاته کړی ده چې په دغه وخت کې هره ورځ د جنسي تیري، جنسې زوروني او د غلامانو په شان د پلورلو له سختیو سره مخامخ شوې.

https://p.dw.com/p/1HP4Q
انځور: picture-alliance/AA/E. Yorulmaz

دغي ښځي د چهارشنبې په ورځ د انساني قاچاق په اړه د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته (هغه څه چې پرې تیر شوي ول) د خپلو ترخو خاطرو کیسه وکړه. دا لومړی وار دی چي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د یوې جنگ ځپلې سیمې د انساني قاچاق په هکله غونډه کوي.

افراطي ډلي «اسلامي دولت» او نورو وسله والو ډلو تر کنترول لاندی سیمو کې د انسانانو د پیر او پلور، او غلامۍ په اړه جوړي شوي دغه غونډه کې په افریقا کې د فعالو ډلو بوکو حرام او لورډز آرمي یا د خدای لښکر عیسوي ياغي ډلي پرضد اقداماتو پر سر بحث وشو.

دغي ۲۱ کلنۍ عراقۍ نجلۍ نادیه مرید باسي، وویل چې په پیل کې هغه تروريستي ډلي «اسلامي دولت» وتښتوله او بیا یې د غلامۍ له پاره پر یو بل شخص وپلورله.

د «اسلامي دولت» ترهگري ډلي تیر کال د عراق او سوریې ډیري سیمې تر خپل کنترول لاندی راوستلې په ځانگړې توگه د عراق په شمال کې د ایزدیانو ژوند یې له خاورو سره خاوري کړ. په دې سیمه کې يې نارينه او د پاخې ښځي ووژل او نوري ځواني ښځي او نجوني یې د سامان په ډول په بازار کې د غلامانو په څیر وپلورلې.

له سنجار سیمي د ايزيديانو تېښته
له سنجار سیمي د ايزيديانو تېښتهانځور: picture alliance/AA

ادیه مرید باسي وایې: «اسلامي دولت یوازي زموږ د میرمنو او نجونو د وژنې له پاره نه ول راغلي، بلکي هغوی موږ د غنیمت مال وگڼلو او د توکو په څیر یې وپلورلو.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «دغه جرم د یو کس د شخصي خصومت یا خواهش له امله نه، بلکي دغي ډلې دا کار د یوه منظم پلان او پالیسۍ له مخې وکړ چې یوازي یو هدف یې درلود چې ایزیدۍ ريښه په بشپړه توگه له منځه یوسي.»

باسي وویل چې د اکست میاشتې پر ۱۵ د «اسلامي دولت» جنگياليو د دوی د کلي خلک په یو سیمه يیز ښوونځی کې راټول کړل، نارينه یې ووژل، ښځې او ماشومان یې نورو سیمو ته د سوغات په توگه واستول.

په دې توگه مرید باسي هم پر یوه داسې شخص وپلورل شوه چې پر هغې یې ډیر سخت ظلم او جنسې تیری کاوه: «هغه به هره ورځ زما سپکاوی کاوه. هغه ماته د داسې جامو اغوستلو له پاره ویل چې بدن به مې پرې نه پټیده. هغه پر ما ظلم کاوه.»

تر درو میاشتو وروسته مرید باسي د دغه سړي له بند څخه په تیښته بریالۍ شوه. هغه اوس په آلمان کې ده او د داکترانو تر تداوۍ لاندي ده.

«اسلامي دولت» ډله د ایزدي دین پیروان کافر بولي. دغې ډلې د سنجار پر سیمې تر کنترول وروسته د دغه پخواني دین یا مذهب په زرونه پیروان قتل عام کړل او د دوی ښځي او نجونې یې د غلامانو په شان استعمال او وپلورلې. د سنجار سیمه تیره میاشت کردي ځواکونو د «اسلامي دولت» ډلې څخه آزاده کړه.