1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایساف: تر لس سلنه لږ افغانان د طالبانو ملګري دي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

په افغانستان کې د سوله ساتې پوځي ماموریت( ایساف) یوه جنرال ویلی چې اوس د افغانستان تر لس سلنه لږ خلک له طالبانو سره همکاري لري.

https://p.dw.com/p/11GlD
ايساف عسکر
ايساف عسکرانځور: AP

دا لومړی ځل دی چې په تیر یوه کال کې له دولت ضد زورپالو سره د همکارو ولسې افغانانو اټکلي شمیره وړاندي کیږي.

د ایساف ځواکونو عملیاتي مشر، دری ستوري امریکایی جنرال،دیوید ام ریدریګاس نن په کابل کې د یوې خبري غونډي پر مهال وویل چې طالبان د تیښتې په حال کې دي او ډیری افغانان له دوي سره همکارۍ ته مخه کوي.

د جنرال ریګز پر وینا چی په تیر ژمي کې تر لاسه سوي اهداف به وساتې او ترڅنګ به یې په زورپالو باندي په روانو بریدونو کی هم کمی رانسي.

د ایساف ځواکونو عملیاتی مشر همد راز وویل چې د افغانستان اویا سلنه تاوتریخوالی د دغه ملک په څلورو ولایتونو کی رامنځ ته کیږي او څه باندی اتیا سلنه افغانان دخپلې راتلونکي په اړه ښه نظر لري.

کندهار، هلمند، خوست او نورستان تر ټولو نا امنه یاد ولایتونه دي.

جنرال ریدریګوز همدا راز وویل چې د هغو افغانانو شمیر هره ورځ مخ پر بیاتیدو دی کوم چې له طالبانو سره د جګړې په ډکر کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته وردانګي. جنرال ریګز زياته کړل:

«مونږ لا هم له یو شمیر ګواښونو سره مخ یو، به روان پسرلۍ کی به په تاوتریخواللي کي ډیروالی ووینو، خو ولسونه له افغان دولت او ناټو ځواکونو سره همکارۍ ته ډیروالی ورکوي او په بدل کې یې د ولسي افغانانو پر وړاندي د تاوتریخوالي کچه لوړیږي خو ایساف ځواکونه به د افغان رهبري د روزولو په برخه کې خپلي همکارۍ ته دوام ورکړو.»

په افغانستان کی د ناټو ځواکونو عملیاتي مشر دا هم وویل چې اوس افغان ځواکونه د ۲۰۰۹ کال په پرته په ډیرو سیمو ولکه لري او پوځي وړتیا یی هم د تیر په پرتله لوړه سوي ده.

په دغه خبري ناسته کی د ایساف ځواکونو د ریس ارکان مرستیال جی کروز هم وینا وکړه. هغه همدا راز وویل چې په روان کال کې به د دوي تمرکز د هغو پرمختګونو چټکول وي کوم چې په تیر ژمي کی تر لاسه سوي دي.

ایساف وایې چې د پوځي عملیاتو او د ولسونو د ساتلو په برخه کې د افغانانو وړتیا د پام وړ لوړه سوي ده. جنرال کروز:

«که په تیرو څو میاشتو کې خپلو کړنو ته وګورو، مونږ د دښمن پټن ځایونه په خاصه توګه په جنوب کې تر ډيره بریده له مینځه وړي، د هغو چاودیدونکو توکو د زیرمو په نیولو کې دری ځله زیاتوالی راغلی چی د مخالفینو له لوري کارول کیدی، او دوهمه مسله دا چې ډیری ولسي افغانان اوس له مونږ سره همکاره سوي دي.»

ایساف وایې چې د تیر یوه کال په موده کې یې ډیرې لاس ته راوړني لرلي خو دا له امکانه لري نده چې په را روانومیاشتو کې به د تاوتریخوالي څپه زور واخلي.

له بل لوري د حکومت والۍ په برخه کې د ایساف ځواکونو سلاکاري میرمن الیسا ستک هم د سالمې حکومت والۍ په برخه کې د افغان دولت د وړتیا له لوړیدو خوښې وښوده.

میرمن ستیک وویل چې ښه حکومت والي او امنیت د پوځي او ملکي دواړو برخو دنده ده. میرمن ستیک زياته کړل:

«د ایساف ځواکونو مشر هدایت ورکړی چې د افغانستان د سیمیزو استازو د شوراګانو، د سیمیزو حکومتي ادارو او مدنې جوړښتنو ملاتړ وسي، ځکه هغوي د سیمزي حکومت دارۍ په برخه کې ډیر عمده رول لري، مونږ هڅه کوو په هغو سیمو کی ښې حکومت والۍ ته لاره هواره کړو چې له ترهګرو تشي سوي تر څو خلک خپل عادې ورځنی ژوند پیل کړي.»

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د ایساف ځواکونو عملیاتي مشر د اسامه بن لاډن له مړینې وروسته په حالاتو کې کوم خاص بدلون نه ویني، او زیاته یې کړه چې دوي د جګړې په کرښو باندي د بن لاډن د مړینې منفي اغیز چندان نه محسوسوي.

ميرویس جلالزی / کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی