1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایساف: د طالبانو مشران په پاکستان کې دي

۱۳۹۰ مرداد ۲۴, دوشنبه

د ایساف ویاند، جنرال کارستن یاکوبزون نن وویل، چي د طالبانو د رهبرۍ شورا په پاکستان کي ده. خو د منځنۍ کچې قوماندانان یې د افغانستان په دننه کې په جګړه بوخت دي. خوهغه وویل چي ایساف به افغان ځواکونه یوازي پرې نه ږدي

https://p.dw.com/p/12GjK
د ایساف ویاند آلمانی جنرال کارستن یاکوزون
د ایساف ویاند آلمانی جنرال کارستن یاکوزونانځور: DW

د ایساف ځواکونو ویاند وایی له دوي او کورنیو ځواکونو سره د ولسي خلکو همکاري د هرې ورځي په تیریدو پراخ والی مومي. آلماني جنرال کارستن یاکوبزون دغه څرګندوني نن په کابل کې یوې خبري غوندي ته وکړي.

نوموړي همدا راز د تیر 2010 کال په پرتله د روان کال په لومړي نیمایی کی د مخالفینو په زور زیاتي کی د شل سلنه کموالی خبر هم ورکړ.

دغه آلماني جنرال همدا راز د هغه افغان وګړي د مړیني په اړه هم خبریالانو ته معلومات ورکړل چی د ګڼ ملیتیزه ځواکونو په قوماندانۍ کی د یوه امریکایی افسر له لوري په ډزو سره وژل سوی وو.

داسي ورځ نه وي چی له افغانستان څخه د مرګونو او جګړو خبرونه نه تر لاسه کیږي.

د پروان په مرکز چاریکارو ښار کې په لسګونو افغان کورنۍ لا د خپلو عزیزانو په ویر او ماتم ناستي وي چې ایساف ځواکونو د روان کال تاوتریخوالی د تیر کال په پرتله شل سلنه ټیټ وبلل.

د ګڼ ملیتیزه ځواک نطاق آلماني جنرال کارستن یاکوبزون وويل، په روان کال کې یې د زور پالو زور اوبه کړی، د هغوي په لسګونو د منځنۍ او لوړي کچې قوماندان نیول سوي او یا هم له مینځه وړل سوي دي.

ایساف د تیر کال د لومړي نیمایي په پرتله د سږ کال بغاوت شل سلنه ټیټ بولي خو بیا یی هم ټینګار پر دی چی د یاغیانو پر ضد به د ټکولو عملیات ټکني نه کړي.

هغه وویل:«مونږ به له افغان ځواکونو سره اوږه پر اوږه او ورځ په ورځ د یاغیانو پر وړاندي خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو. دولت ضد زورپالي به ژمۍ هم په کراره پرېنږدو، د یاغیانو لپاره نور نه خوندي ځایونه سته او نه هم د پټیدو پټن ځایونه.»

د ایساف ځواکونو دغه آلمانی جنرال وایی، د دوي استخباراتي معلوماتو ښولي چې د دولت ضد اورپکو ډیری مشران کله چې له پاکستان څخه افغانستان ته د جګړې لپاره را اوړي نو د هغه مقاومت له مخې چې یې پر وړاندي روان دی بیرته له جګړې مایوسه کیږي.

جنرال یاکوبزون وایې د طالبانو د رهبرۍ شورا په پاکستان کې ده، خود منځنۍ کچې قوماندانان یې د افغانستان په دننه کې فعالیت کوي.

هغه وویل: «استخباراتي معلومات ښیې چې د طالبانو لوړ پوړي چارواکی د پولو هغی غاړي ته اوسیږي، د منځنۍ کچې هغه یې دلته په افغانستان کی دي او همدوي دي چې مونږ یې د نیولو او وژلو لپاره عملیات کوو، او په کرار یې نه پریږدو.»

که له یوه لوري ایساف ځواکونه د افغانانو د ملاتړ لپاره د طالبانو په ټکولو ټینګار کوي له بل لوري د ځواکونو په عمومي قوماندانۍ کې یوې زړه بګنونکي بي ساري پیښي د خلکو پام ځان ته اړولی.

تیره شپه په کابل کې د ایساف ځواکونو په مقر کې یو افغان ملازم د خپل مشرامریکایی افسر له لوري په ډزو سره وژل سوی دی.

د وژل سوي دغه افغان ورور چې د قوماندانی مخې ته د خپل ورو د مړي د اخیستلو لپاره راغلی وو دویچې ویلي ته داسي وویل: «زما نوم فواد دی، زما د ورور نوم حشمت الله وو، دوه کاله کیده چی دلته یی د ایساف په قرارګاه کی کار کاوه، مونږنه پوهیږو چی ولي او څرنګه یی وژلی، دا مړی باید عدلي طب ته یوړل شي، چی که په غلطۍ ویشتل شوی هم وي مونږ له ایساف څخه د خپل ورو د وینو بیه غواړو.»

کله چی د سوله ساتونکو ځواکونو له ویاند څخه د دغې پیښي د څرنګوالي په اړه پوښتنه وسوه هغه وویل: «یو ځوان افغان په ریښتیا هم زمونږ په قرار ګاه کی وژل سوی دی، دا په خطایې توګه زمونږ د یوه افسر په وسله چې غلطه استعمال شوی مړ شوی دی، په دې باب پلټني رواني دی.»

دا لومړی ځل دی چې د ایساف په مرکزي قوماندانۍ کې داسي یوه پیښه رامنځ ته کیږي.

د ولسي وګړو د مرګ ژوبلي پر سره څو څو ځله د دغو ځواکونو د مشرانو او ولسمشر کرزي تر منځ لفظي شخړي رامنځ ته سوي دي. د ایتلافي لښکرو په عملیاتو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله اوس تر ټولو په یوه حساسه موضوع اوښتي ده.

کابل/ جلالزی

کتونکی عبدالباري حکيم