1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایس ایم کرېشنا پاکستان ته رسیدلی دئ

۱۳۹۱ شهریور ۱۷, جمعه
https://p.dw.com/p/164pk

د پاکستان د دولتي تلویزون د وینا له مخې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ایس ایم کرېشنا، نن اسلام آباد ته رسیدلی دئ. د هغه د سفر موخه د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو عادي کول ښودل شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې ایس ایم کرېشنا به په خپل درې ورځني سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیري حنا رباني کهر سره د سپتمبر د میاشتې پر اتمه نیټه وویني، زیاته شوې ده چې پر دې سربیره به ایس ایم کرېشنا د دواړو هیواد تر منځ د همکاریو د پراخیدو د کمیسیون په یوه غونډه کې هم گډون وکړي.