1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایمنسټي: طالبانو په کندز کې سخت جنایتونه کړي

۱۳۹۴ مهر ۱۰, جمعه

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) پر طالبانو تور لگولی دی چې د کندز د نیولو پر مهال یې سخت جنایتونه کړي دي. په عین وخت کې لا هم د کندز په ښار کې د جگړې رپوټونه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/1GhYZ
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د بخښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه اعلامه کې ویلي دي چې طالبانو د ملکي کسانو د وژنې، په ډله ییزه توگه د جنسي تیریو، تښتونې او د «هدفي وژنو» د ډلو په جوړښت سره یې په لنډه موده کې «ظالمانه واکمني» رامنځ ته کړې ده.

دغه رپوټ د ډېرو عیني شاهدانو او مدني حقوقو د فعالانو د څرگندونو پر مټ جوړ شوی دی.

طالبانو د دوشنبې پر ورځ کندز ښار له څلورو اړخونو یرغل وکړ او څو ساعته وروسته په ښار ننوتل. د پنجشنبې په ورځ افغان امنیتي ځواکونو ښار ته ننوتل او تصفیوي عملیاتو یې پیل کړل.

خو اوس هم په کندز ښار کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جگړو رپوټونه ورکول کیږي. د رپوټونو له مخې طالبانو د خلکو په کورونو کې پناه اخیستې ده.

په افغانستان کې د ایمنسټي انټرنیشنل له پاره څیړونکي حریه مصدق ویلي دي: «هغه وحشتناک رپوټونه چې موږ تر لاسه کړي دي، د کندز د نیولو پر مهال یوه ظالمانه واکمني ښيي.» هغې په عین وخت کې له افغان امنیتي ځواکونو غوښتي دي چې د ملکيانو خوندیتوب ته لومړيتوب ورکا.

د بخښني نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې طالبانو تنکي ځوانان گومارلي چې کور په کور تلاشۍ وکړي او خپل هدف ومومي. رپوټ زیاتوي چې د افغان پولیسو او عسکرو د کورنیو غړي چې پکښې ماشومان هم شامل دي، په هدفي توگه وژل شوي او پر ښځو يې جنسي تیري شوي دي.

د ایمنسټي د اعلامیې له مخې طالبانو د کندز له عمومي زندان څخه بندیان آزاد کړي او هغوي یې په وسلو سمبال کړي، څو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندي و جنگیږي.

Afghanistan Taliban Kämpfer befreien Gefängnisinsassen in Kundus
انځور: Getty Images/AFP

دغه سازمان د یوې قابلې د خپل له قوله ویلي دي چې پر هغې لومړی یوې ډلي جنسي تيری کړی او بیا یې له خپل یوه همکار سره وژلې ده.

د مدني حقوقو یوه تن فعال ویلي دي: «کله چې طالبانو د کندز ښار ونيو، نو اعلان یې وکړ چې هغوی به په ښار کې نظم، قانون او شریعت نافذ کړي. خو هغه هر څه چې هغوی وکړل د دې برعکس ول. زه نه پوهیږم چې څوک به موږ له دې وضعیت څخه آزاد کړي.»

د افغان چارواکو له لوري د ورکړل شوو رپوټونو له مخې تر اوسه ۴۹ مړي او ۳۳۰ تنه ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي.

د بې سرحده ډاکټرانو خیریه ټولني ویلې دي چې د دوشنبې له ورځې راهیسې یې د ۲۹۶ ټپیانو درملنه کړې ده چې۶۴ پکښې ماشومان ول.