1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټاليه د مهاجرو له پاره له اروپايي اتحاديې زياتي پيسې غواړي

۱۳۹۵ آبان ۹, یکشنبه

اېټاليا د مهاجرو د زياتوالي له کبله د اروپايي اتحاديې پر غېر محرکه بوديجوي سياست نيوکي کړي. دغه هيواد غواړي چي د مهاجرو د بحران د کابو کولو له پاره له اروپايي اتحاديې زياتي پيسې ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/2Rtsn
Italien Grenzschutz im Mittelmeer
انځور: Guardia di Finanza

د مسینا په بندر کې کپیتانو شټیفانو زوګلیوڅو، په ډیر احتیاط سره خپل د ګزمې کیشتۍ د کب نیونې د کیشتو تر منځ د بندرګاه لور ته رهبري کوي. د دې کار هدف د لیبیا د ساحل څارنه ده. د اروپا د بهرنیو سرحدونو د حفاظت آژانس Frontex, له خوا په مدیترانې سمندر کې ۴۰۰ میله لیري د مهاجرو د ژغورنې او  قاچاقبرانو د نیونې ماموریت ترسره کیږي. مدیترانه اوس د ډیرې مودې راهیسې نور نو یو ایټالوي سرحد نه، بلکې یو اروپایې سرحد دی.

زوګلیوڅو، وایې:«موږ د یو ګډ اروپایې هدف له پاره کار کوو. بې تفاوته ده چې تر کوم بیرغ لاندی وي، موخه د بهرنیو سرحدونو ساتنه ده. موږ غواړي چې د غیرقانوني فعالیتونو مخه ونیسو. تر څو موږ خپل هیواد وساتو. له دې څخه زما هدف نه یوازې ایټالیا بلکې ټوله اروپا ده. او د دې کار له پاره د ټولو ګډ کار ته اړتیا ده، تر څو د خپل اروپا ګډ بهرني سرحدونه وساتو.»

د مدیترانې په سویل کې د آلمان په ګډون د مختلفو اروپایې هیوادونو تر منځ ډیره ښه همکاري موجوده ده. دوی د خپل ساحلي ګارد له واحدونو سره هره ورځ په سلګونه انسانان له مدیترنې سمندر څخه ژغوري او هغوې په ایټالیا کې د سیسیلي ټاپو یا هم د ایټالیې خاورې ته په ډاډمنه توګه انتقالوي. په دغه ځای کې د اروپایې پيوستون انګیزه احساسیږي.

ایټالیا هغه اروپایې هیواد دی چې د بالکان مسیر تر بندیدو وروسته ورته تر ټولو ډیر مهاجر ورزي. اټکل کیږي چې د تیر کال په پرتله سږ کال دغه هیواد ته ۱۶۰ زره زیاته مهاجر ورسیږي.

په هغه وخت کې د مهاجرو ۸۰ سلنه سوریایان ول چې د ایټالیې د لارې به یې نورو اروپایې هیوادونو پر لور خپل سفر ته ادامه ورکوله. خو د روان کال د پيل راهیسې فرانسې او اتریش په خپلو سرحدونو کې کنترول سخت کړی دی چې له امله یې په ایټالیا کې د مهاجرو شمیر لوړ شوی او وضعیت په کراره کراره له کنترول څخه د وتلو په حال کې دی. ایټالیې په اوس وخت کې د مهاجرو فشار نږې په یوازې سر په غاړه اخیستې دی.

ډیر مهاجر- لږې پيسې

ایټالیا په یو ستونزمن حالت کې قرار لري، خو په بشپړ ډول د یوې بلې کچې. بروکسل د ایټالیې له خوا وړاندیز شوې بودیجې له تایید څخه ډډه کوي. دغه هیواد چې د اوو کلونو راهیسې په بحران کې دی د بې روزګارۍ کچه په کې له کنترول څخه وتلې او دغه هیواد باید نور پور هم ترلاسه کړي. بروکسل ایټالیا ته د مالي ثبات د تړون په اساس د پيسو له ورکړی څخه انکار کوي او د ایټالیې له لورې تنده لحجه کارول کیږي. ایټالوي چارواکي وایې چې چیرې ده اوس اورپایې همکاري او پیوستون.

د ایټالیا لومړی وزیر رانتڅي، په ښکاره ډول له خپل لورې د اروپایې اتحادې د راتلونکي کال د بودیجې بلاک کولو ګواښ کوي چې د هغه په خبره مالي زیان به یې غړو هیوادونو ته تر هغې ډیر زیات وي کوم چې ایټالیا یې غوښتنه کوي.

رانتڅي، په اصطلاح د مهاجرو سیاست پر ټپ یا زخم د ګوتې په ایښودلو سره، د ایټالیې په برخه کې د لا زیاتې انعطاف پزیرۍ غوښتنه کوي. «کله چې هنګري، چک جمهوریت او سلواک، له یوې خوا زموږ د مهاجرو په هکله شکایت کوي، له بلې خوا موږ سره مرسته نه کوي او زموږ پيسې غواړي. بیا به نو ټول ایټالویان خپل حکومت سره موافقه وکړي چې هیڅ پیسې ورنه کړي.»

نوموړی زیاتوي: «موږ به تر هغه وخته پورې خپلې پيسې ورنه کړو، تر څو چې نورو خپله ونډه نه وي ورکړې. پیسې د دیوالونو د پاسه نه تیریږي. کله چې دیوالونه جوړیږي یعنې سرحدونه تړل کیږي، بیا نو کیدای شي زموږ پيسو ته ډیر انتظار و ایستل شي.» د رانتڅي، قوي استدلال د اروپایې اتحاديې پر غړو هیوادونو د مهاجرو د منصافانه ویش عمل له ماتې سره مخامخ کیدل دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.05.2016):