1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا انساني قاچبران په شل شل کاله بند محکوم کړي

۱۳۹۵ مهر ۲۲, پنجشنبه

د ایټاليا یوې محکمې هغو دریو تنو ته د شل شل کاله بند سزا اورولې چې په یوه کښتۍ کې یې اروپا ته په غیرقانوني توګه د په سونو مهاجرو د رسولو هڅه کړی وه.

https://p.dw.com/p/2RBsE
Italien Flüchtlinge Migranten Sporthalle Unterkunft
انځور: picture-alliance/dpa/A.Di Vincenzo

د ایټالیا د ساحلي ښار کتانیا د عدلي منابعو په حواله یوې محکمې دغه درې تنه قاچاقبران په قتل او انساني قاچاق کې د لاس درلودلو په تور مجرم پيژندلي دي. په دغه پيښه کې چې تیر کال رامنځته شوې وه ۴۹ تنو مهاجرو د مدیترانې په سمندر کې د ډوبیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

مرستندویه کارکوونکو د کب نیوني له پاره د یوې کاریدونکي کښۍ له داخلي برخې څخه مړي را وایستل. سربیره پر دې ۳۱۲ تنه ژوندي پاتې شوي کسان هم له دغې کښتۍ څخه ایستل شوي ول.

په دغه پيښه کې د وژل شوو مړي او ژوندي پاته شوي انسانان د یوې نارويږي بیړۍ په وسیله د ایټالیا کتانیا ساحلي ښار ته انتقال شوي ول.

د پنځو نور شکمنو کسانو دوسیې اوس هم په محکمه کې تر څیړنې لاندي دي. پر دوی شک کیږي چې د کښتۍ د عملې په توګه یې کار کاوه.

د محکمې د سوابقو له مخې د دغو دریو تنو نومونه چې په سزا محکوم شوي دي محمد السید، مصطفی سید او محمد علي چوچاني دي. د اړونده مسئولینو په خبره ۱۹ کلن السید له لیبیا مصظفی سید له مراکش او چوچاني د تونس هیوادونو اتباع دي.

د ۲۰۱۵م کال د جولای میاشتې په ۱۵ نیټه هم د مدیترانې بحیرې په ساحل کې د سیسلي ټاپو یوې محکمې هم په ۲۰۱۳م کال کې د مهاجرو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله یو تونسئ په ۱۵کاله بند محکوم کړ. په مدیترانه کې د دغې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۳۶۶ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه تونسی په کښتۍ کې په غیرقانوني توګه د مهاجرو د سپرولو په برخه کې پر همکارۍ تورن وو. څارنوالۍ په ۲۰۱۵م کال کې د ډوبې شوې کښتۍ کپتان ته د ۱۸ کاله بند غوښتنه کړې وه. په دغه کښتۍ کې ۶۰۰ مهاجر سپاره ول.

د یادونې وړ ده چې د ایټالیا ګاونډیو هیوادونو خپل سرحدونه تړلي دي او دغه هیواد ته هر یو رسیدونکی مهاجر مجبوره دی په دغه هیواد کې پاته شي. دغه هیواد ته د راتلونکو مهاجرو شمیر په بی ساري توګه لوړ شوی دی.

د اروپایې چارواکو په حواله د دغو مهاجرو نږدې ۹۰ سلنه یې خپل سفر له لیبیا څخه د انساني قاچاقبرانو په مرسته پيلوي. د اټکلونو له مخې په ۲۰۱۵م کال کې نږدې ۱۴۲ زره مهاجر ایټالیا ته رسیدلي ول، په داسې حال کې چې ۳۱۰۰ تنو د مهاجرت پر دغو خطرناکو لارو خپل ژوند بایللی دی.

نور مطالب