1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا په دوو ورځو کې له اوبو ۴۰۰۰ کډوال ژغورلي

۱۳۹۵ فروردین ۲۵, چهارشنبه

د ایټالیا ساحلي ساتونکو د سه شنبې په ورځ وویل چې په تیرو دوو وروځو کې یې څه نا څه ۴۰۰۰ کډوال له اوبو ژغورلي دی. له دې سره د ایتاليې له لارې اروپا ته د کډوالو د رسیدو په اړه اندیښنې ډیرې شوې دي.

https://p.dw.com/p/1IUQU
انځور: picture alliance/ROPI

د سه شنبې په ورځ د سیسلي له ساحلي سیمې څخه ۲۱۵۴ کډوال وژغورل شول. د دوشنبې په ورځ هم له همدې سیمې څخه د ژغورل شویو کډوالو شمیر ۱۸۵۰ تنو ته رسیده.

چارواکو ویلي دي چې له اوبو څخه د کډوالو د ژغورنې په عملیاتو کې د اروپايي ټولنې د پولې ادارې فرانتکس او یوناني باروړونکو کښتیو مرسته کړې ده. په دغو ورځو کې د کډوالو د کومې ډلې د ډوبیدو خبر نه دی ورکړل شوی.

د شمالي افریقا هیوادونو ډیر شمیر اوسیدونکي هڅه کوي چې د ایټالیا له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي. د کډوالو په ډله کې ډیر شمیر لیبیایان شامل دي.

د لیبیا د سمندري ځواکونو یوې ویاندې ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ د دې هیواد ساحلي ځواکونو د ۶۴۹ تنو نورو کډوالو مخه نیولې ده چې هڅه یې کوله ځانونه د اوبو له لاري په غیرې قانوني توګه نورو هیوادونو ته ورسوي.

د دوشنبې په ورځ هم د لیبیا سمندري ځواکونو ۱۱۵ کډوال چې کښتۍ یې له ستونزې سره مخامخ شوې وه له اوبو څخه وژغورل.

دا ایټالیا ته د اوبو له لارې د رسیدونکو کډوالو لوړه شمیره ښيي. اروپايي چارواکي اندیښنه لري چې د یونان او بالکان هیوادونو تر منځ د پولې تړل کیدو له کبله ښايي د ایټالیې له لارې اروپا ته د رسیدونکو کډوالو شمیر لوړ شي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې ۱۹۹۰۰ کډوالو د مدیترانې له لارې ځان ایټالیا ته رسولی دی، دا په داسې حال کې ده چې یونان ته د رسیدولو کډوالو شمیر بیا ۱۵۳۰۰۰ دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب