1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا: په يوه ورځ۴۵۰۰ مهاجر ژغورل سوي دي

آژانسونه/ ق.ن۱۳۹۵ تیر ۴, جمعه

د ایټالیا ساحلي ساتونکو په یوه ورځ ۴۵۰۰ مهاجر ژغورلي دي، چي غوښتل یې د مدیترانې له لاري اروپا ته راسي. دغه خطرناکه لار په دوو دليلو سره بیرته په زړه پوري سوې ده.

https://p.dw.com/p/1JCLh
انځور: Getty Images/G. Bouys

اکثره مهاجرين د قاچاقبرانو له خوا په داسي کوچنیو کښتیوکي اچول کیږي چي اصلأ د ډیرو اوبو له پاره مساعدي نه دي. خو سربیره پردې په مدیترانه کي د څو تیرو ورځو خرابي هوا هغوی له دې څخه راوگرځول چي ډیر کسان ولیږي.

کله چي هوا بیرته یو څه سمه سوه، سمدلاسه یې په سونو مهاجرو ته په خرابو کښتیو کي حرکت ورکړ. د هغوی اکثریت ته له لیبا څخه حرکت ورکول سوی دی. په مالټا کي د موآس- MOAS په نوم یوه خیریه سازمان د تر شلو اضافه کښتیو خبر ورکړی دی چي د لیبیا ساحل په ۲۰ کیلومتري کي لیدل سوي دي.

هیڅ پای نه تر سترگو کیږي

ژغورونکو د پنجشنبې په ورځ د خپلو لسونو عملیاتو په جریان کي مجموعأ تر ۴۵۰۰ اضافه مهاجر وژغورل. د ايټالیا د ساحلي ساتونکو یوه مامور د المان خبري آژانس ته ویلي دي چي په دې توگه یوازي په یوه ورځ دومره ډیر مهاجر ژغورل سوي دي، لکه په عادي حالاتو کي په یوه اوونی کي.

د ساحلي ساتونکو یوه ویاند وویل چي د ژغورل سوو کسانو تعداد لا دقیق نه سي ویلای، ځکه چي تیره شپه لا ژغورونکي عملیات تر ډیره وخته پوري دوام وکړ او پای ته نه وه رسیدلي. د هغه په خبره اکثریت مهاجرين په بادي کوچنیو کښتيو کي سپاره وه چي ډیري غیر اطمیناني دي. د شاوخوا څلویښتو پیدا سوو کښتیو څخه يوازي دوې یې د لرگو وې. په یوه کښتۍ کي د یوې ښځي جسد هم موندل شوی.

د بالکان پر ځای مدیترانه

د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي سازمان (UNHCR) د وروستي رپوټ پراساس ددغه عیسوي کال له پیله تر اوسه پوري تر ۵۶۰۰۰ زيات مهاجر د مدیترانې له لاري ایټالیا ته راغلي دي. تر ۲۸۰۰ اضافه پر همدغو لارو باندي وژل سوي دي.

ایټالیا تر ټولو ډیر د مهاجرت له څپو سره مخامخ ده: د ۲۰۱۴م کال له پیل راهيسي ۳۲۰۰۰۰ مهاجر د ايټالیا ساحلونو ته ورغلي دی او ساحلي ساتونکو ژغورلي دي. د هغوی ۱۲۵۰۰۰ تر اوسه پوري هم ددغه هیواد په عاجلو سرپناوو کي اوسیږي. د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چي هغه درې لوی هیوادونه چي ډېر مهاجر ځني ورځي ناجریا، اریتریا او گامبیا دي.

تر هغه وروسته چي د بالکان لار وتړل سوه، مدیترانه بیرته په زړه پوري سوې ده. له ترکيې سره د اروپايي ټولني د مهاجرو تړون که څه هم د بالکان له لاري مهاجرين راکم کړي دي، خو د مدیترانې له لاري بیرته ډیر سوي دي.