1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایکوادور: زلزلې د قربانیانو شمیر تر ۴۰۰ اوښتی

(epd, afp, ape, dpa)۱۳۹۵ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

د ایکوادور په زلزله ځپلي سیمه کې د ژوندي پاتې شوو کسانو لټون لا هم ادامه لري. د دغه هیواد ولسمشر ویلي دي چې د بیا رغاونې چارې ښایي میلیاردو ډالر لگښت ولري او څو کاله وخت به و نیسي.

https://p.dw.com/p/1IYMl
انځور: Reuters/C. Escobar

د ایکوادور د چارواکو په وینا په دغه هیواد کې د زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمیر تر ۴۰۰ اوښتی دی او لا هم تر ۲۰۰ زیات کسان تر خرابیو لاندې دي. په پلازمېنه کیتو کې د امنیت وزارت ویلي دي چې تر اوسه د ۴۱۳ تنو مړینه ثبت شوې ده. د زلزلې له کبله تر ۲۵۰۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

په ایکوادور کې د شنبې په ورځ د ۷،۸ درجې په شدت یوه زوروره زلزله رامنځ ته شوې وه. تر هغې وروسته نورې وړې زلزلې هم رامنځ ته شوې وې. اوس په زرونو مرستندویه کسان تر خرابیو لاندې شوو کسانو لټون کوي.

خو د ټولو خرابو خبرونو تر منځ ځینې ښه خبرونه هم شته. د مانتا په ښار کې د اطفایې عملې اتنه چې تر خرابیو لاندې ول ژغورلي دي. همداشان په پورتوبیخو ښار کې هم یو کس ژغورل شوی دی چې د رانړیدلو ودانیو تر خرابیو لاندې وو. ځایي رسنیو پېدرنالیس نومې ښار کې هم د یوې نجلۍ د ژغورل کیدو رپوټ ورکړی دی.

د ایکوادرو ولسمشر رفایل کوریا، د پېدرنالس ښار ته چې زلزلې سخت ځپلې دی د سفر پر مهال ویلي دي چې د فاسفیک ساحل په اوږدو کې پراته د ویجاړو شوو ښارونو بیا رغاول به «میاشتې او کلونه وخت ونیسي» او په وینا یې «په سلگونو میلیونه او احتمالا میلیاردونو ډالره لگښت» به پرې راشي. کوریا دغه زلزله «په تیرو ۶۷ کلونو کې د تر ټولو خرابې غمیزې» په توگه یاده کړې ده. د ایکوادور په مرکزي سیمه امباتو کې په ۱۹۴۹م کال کې رامنځ ته شوې یوې زلزلې ۵۰۰۰ انسانان وژلي وو.

ولسمشر کوریا ۶۰۰ میلیونه ډالر د بیړنۍ مرستې په توگه د ورکولو اعلان کړی. د زلزلې له کبله سختو اغیزمنو شوو سیمو ته تر ۱۴۰۰۰ ډیر امنیتي ځواکونه، ۲۴۰ ډاکټران او دوه گرځنده روغتونونه استول شوي دي. په دغه ځای کې اضطراري حالت اعلان شوی دی.

بولیویا، کولمبیا، وینزویلا، پیرو، مکسیکو، چلي او همداشان هسپانیې دغه هیواد ته تجربه لرونکي ژغورنکي ډلې استولي دي. اروپایي اتحادیې او امریکا متحدو ایالاتو د ملاتړ ډاډ ورکړی او آلمان هم مرستې استولي دي.

د شنبې د ورځې دغه زلزله د ایکوادور په گاونډیو هیوادونو پیرو او کولمبیا کې هم احساس شوې وه. تر دوشنبې پورې تر ۳۰۰ زیاتې کوچنۍ زلزلې رامنځ ته شوې دي. د دغه هیواد د لوی څارنوال په وینا تر ټولو زیاته مرگ ژوبله په پېدرنالس کې رامنځ ته شوې ده. دغه ښار چې نفوس یې ۴۰ زره کسانو ته رسیږي، تر ډیره ویجاړ شوی دی او په زرگونو کسان یې بې سر پناه دي.

د زلزلې له کبله ویجاړ شوی یو سړک
د زلزلې له کبله ویجاړ شوی یو سړکانځور: Reuters/H. Romero