1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اېمنسټي پراروپايي ټولنې نيوکې کوي

۱۳۸۶ خرداد ۲۵, جمعه

د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې اېمنسټي انټرنېشنل د آلمان د اتحادي جمهوريت څانگې، د روان ميلادي کال لپاره په خپلې کلنۍ غونډې کې، د اروپايي ټولنې د غړوهېوادونو د بشر د حقوقوپرسياست باندې نيوکې وکړې.

https://p.dw.com/p/DMqi
د اروپايي ټولنې په غړوهېوادونوکې د جټانو لږه کي يا اقليتونه له توپيرياتبعيض نه ندي ژغورل شوي
د اروپايي ټولنې په غړوهېوادونوکې د جټانو لږه کي يا اقليتونه له توپيرياتبعيض نه ندي ژغورل شوي

د رئيسه هيأت وياند شټېفان » کېسلر « وويل:» د اروپايي ټولنې په عقيده، دايوه په بشپړه توگه رووښانه خبره ده، چې د اروپايی ټولنې په غړوهېوادونوکې اوله هغونه بهر، بايد د بشرحقوق په ټولوسياسي برخوکې د اوليت حق ولري. خوپه عمل کې اروپايي ټولنه له دغه اصل نه ډېره لېرې ده. د بېلگې په توگه، د اروپايي ټولنې په غړوهېوادونوکې د جټانو لږه کي يا اقليتونه له توپيرياتبعيض نه ندي ژغورل شوي، په کلکه د دې مخنيوی کېږي چې مهاجرين په اروپاکې د پناه غوښتنه وکړي. «


د تروريزم پرضد جگړې نه ناوړه گټه
د اېمنسټي انټرنېشنل د آلمان د اتحادي جمهوريت د څانگې د کلنۍ غونډې برخه والو، د آسيا ـ اروپا د غونډې ) اې اېس اي اېم ( په گڼ شمېردولتونوکې د بشرحقوقوته د سختوسپکاويوله کبله، دغه دولتونه وغندل. د ) اې اېس اي اېم ( په ټولوآسيايي غړوهېوادونوکې، د کمپوچيااوفلپاين په استثنا، د اعدام جزاعملي کېږي. د نوموړې غونډې په پرېکړه ليک کې ويل کېږي:» د ) اې اېس اي اېم ( گڼ شمېردولتونه له ‘ د تروريزم پرضد جگړې ’ نه د دې لپاره کاراخلي، چې په خپلوهېوادونوکې د مخالفينوخولې وروتړي. «