1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«باجوه به د پاکستان په دولت کي بل دولت اداره کوي»

۱۳۹۵ آذر ۷, یکشنبه

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف، جنرال قمر باجوه د پاکستان د پوځ د نوي مشر په توګه ټاکلی دی. پوځي کارپوهان وايي چې له افغانستان او هندوستان سره به د پاکستان په اړیکو کوم خاص بدلون را نه شي.

https://p.dw.com/p/2TJv2
Pakistan Qamar Javed Bajwa
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Yousuf

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د پاکستان د پوځ له پاره جنرال قمر باجوه د پوځ د نوي مشر په توګه ټاکلی دی. باجوه به د راحیل شریف ځای ناستی شي. د چارو د کار پوهانو په وینا د راحیل شریف د دندې په موده د پاکستان پوځ تقریباً د حکومت په ټولو برخو کې واک درلود.

د لومړي وزیر د دفتر ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «د دې هیواد د ولسمشر په غوښتنه، لومړي وزیر نواز شریف قمر جاوید باجوه چي ډګر جنرال وو، د ستر جنرالۍ رتبه ورکړه او د پاکستان د پوځ د نوي لوی درستیز په توګه یې وګوماره.

د پاکستان د ګاونډي هندوستان، نیپال او بندګلدیش په ګډون په ټولو حکومتونو کې د لوی درستیز ګومارل یوازي د اساسي قانون د عملي کولو له پاره کیږي. خو په پاکستان کې بیا د پوځ مشر ډیر واک لري او د یو مشر په توګه ورته کتل کیږي.

د اساسي قانون پر اساس لومړی وزیر نوازشریف د دغه هیواد مشر دی، خو په بهرني سیاست کې او بیا په نظامي برخه کې ملکي حکومت د پوځ پر وړاندي کمزوری دی. حتی د پاکستان د کورني امنیت چارې او د دغه هیواد استخباراتي اداره «آی. اس.آی» د پوځ له خوا اداره کیږي. د دې هیواد د پخواني لوی درستیز جنرال راحیل شریف په موده کې د پوځ واک په بې ساري توګه زیات شو.

د پاکستان د اټومي پروگرام پخوانی مسئول جنرال زبير حيات وايي چي د لوی درستيز په توگه د باجوه ټاکنه، حیرانونکې ده. پاکستانۍ ورځپاڼي ډان د شنبې په ورځ لیکلي دي چې جنرال باجوه د پاکستان په شمالي برخو، لکه کشمیر کې د دندې ډیره تجربه لري او په کانګو هیواد کې یې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د پاکستان د یوې قطعې مشري هم کړې ده.

د اړیکو بیا ښه کیدل

نواز شریف د نوي لوی درستیز په ټاکنه کې تر سخت فشار لاندي وو. د دې هیواد د اوسني لوی درستیز دنده د نومبر مياشتي پر ۲۸ نیټه پای ته رسیږي. جنرال راحیل شریف، په پاکستان کې ډیر پلویان لري. ځکه د هغوی په خبره راحيل شريف نه يوازي د افراطي اسلامپالو پرضد سخته مبارزه وکړو، بلکي په دغه هیواد کې یې د فساد پر ضد هم هڅې د پام وړ وې. خو د جنرال راحیل شریف د ماموریت په موده کې د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ اړیکې هم ډیرې خرابې وې.

د جنرال شریف نرمه کودتا

د بشري حقونو فعالان وايي چې جنرال شریف، د افراطي اسلامپلو د ځپلو په پلمه د پوځ ځواک ډیر زیات کړ. پوځ وايي چې د ۲۰۱۴م کال له جون میاشتې راهیسې یې د «ضرب غضب» د پوځي عملیاتو په پایله کې ۳۵۰۰ ترهرګر وژلي دي. په دې موده کې پوځ خپله ځانګړې محکمه هم جوړه کړه، چې په تیر یونیم کال همدغي محکمې ډېر ترهګر د اعدام په سزا محکم کړي او دليل يې داوو چي دغه اقدام يې د ترهګرو د ځپلو له پاره ډیر مهم وو. خو د چارو کارپوهان وايي چې په پاکستان کې ترهګر تر اوسه هم ډیر غښتلي دي او پر ملکي او پوځي ادارو د بریدونو وړتیا لري.

په امریکا کې میشت د امنیتي او افراطي چارو کارپوه، عارف جمال دویچه ویله ته وویل: «دغه بریدونه د دې ښکارندی دی چې د جنرال شریف له خوا د «ضرب غضب» عملیاتو د بریالي ګڼلو ترڅنګ، دغه عملیات اغېزمن نه ول او د ترهګرو په لمنځه وړلو کې ناکامه دي.» هغه همدا راز وايي: «د ترهګرو تاسیسات لا هم په پاکستان کې شته او دوی هر وخت چې وغواړي خپلو بریدونو ته زور ورکولای شي.»

له ملکي مشرتابه سره نانندرۍ

د نومبر میاشتې پر ۲۴ نیټه لومړي وزیر نوازشریف د جنرال راحيل شريف د مخه ښه له پاره یو ځانګړی پروګرام جوړ کړی وو. لومړي وزیر د هغه د فعالیتونو او خدمتونو ستاینه وکړه او په راتلونکې کې یې هم له هغه څخه د مشورې اخیستنې یادونه وکړه.

د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ ناندرۍ ډیري زیاتې شوې وې. نوازشریف او راحیل شریف له هندوستان سره د اړیکو او د کورني افراطي اسلامپالو په اړه په مبارزه کې هم نظره نه ول.

په اکتوبر میاشت کې پاکستانۍ «ډان» ورځپاڼي داسي یو رپوټ خپور کړ، چې پکې د ملکي او پوځي مشرانو ترمنځ له خرابو اړیکو پرده پورته کړه.

د دې ورځپاڼي په حواله، د پاکستان ملکي حکومت د دغه هیواد پوځ ته خبرداری ورکړی وو، چې یا دي خپل کارونه سم کړي او یا دي د نړیوالو له خوا د انزوا په تمه وي.

نړیوالي ټولني په ځانګړې توګه امریکا متحدو ایالاتو څو ځله د پاکستان پوځ په افغانستان او دغه راز هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی.

د چارو کارپوهان وايي چې ښايي د پوځ نوی لوی درستیر به هم د جنرال شریف سیاست غوره کړي او داسې څه نه ښکاري چې د افغانستان، هندوستان او چین په اړه دې د دغه هيواد په سیاست کې بدلون راشي.

فعالان همدا راز وايي چې د جنرال شریف د کاري مودې نه غزیدل او همدا راز پرته له کومو ستونزو د نوي لوی درستیز ګومارل د دې هیواد له پاره ښه زیری دی. دې کار وښوده چې په پاکستان کې ډیموکراسي مخ پر ودې ده او همدا راز داسي ښکاري چې ملکي مشران د دغه هيواد په مهمو پریکړو کې برلاسي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.11.2016):