1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

باجوړ د ترهګرۍ ضد جګړې ډګر ګرځېدلی دی

۱۳۸۷ شهریور ۲۸, پنجشنبه

باجوړ د پاکستان په شمال لويديځ کې موقعيت لري، په هغه سيمه کې چې پاکستان لويديځ ته په کې ښودل غواړي چې د تروريزم په وړاندې مبارزه کوي. دلته عسکر د طالبانو او القاعدې سره په جنگونو کې خپل ژوند د لاسه ورکوي.

https://p.dw.com/p/FKQZ
انځور: AP

شېر علي د خپلې کورنۍ ټول غړي معرفي کوي. دغه وچ کلک سړی دولس ماشومانو ته گوته نيسي او وايي چې دا مې د تره زامن دي. لس تنه نور ماشومان د هغه په وينا په کوم بل ځای کې پټ شوي دي. دوی ټول تښتېدلي دي، هم د طالبانو څخه او هم د بمباريو له کبله:«پوځ درنې وسلې کاروي او له لېرې ځايه ډزې کوي. دغه بمونه کېدای شي په هر چا باندې ولگيږي، هم په خلکو باندې او هم په کورونو باندې. موږ هر څه پرېښودل تر څو خپل ژوند وساتو.»

د دې سوال په ځواب کې چې آيا د ده د کورنۍ غړي ژوبل شوي هم دي، نوموړی وايي چې: په دغه جنگ کې انسانان ژوبل کېږي نه بلکې وژل کېږي. دا هغه جگړه ده چې د پاکستان پوځ په کې د توندلارو مسلمانانو په وړاندې جنگ کوي، خو قربانيان يې د تل په څېر ملکي وگړي دي. د ښاغلي شېر علي د کورنۍ غړي ژوندي پاته شوي دي او روالپنډۍ ته تښتېدلي دي چې پلازمېنې اسلام آباد ته نزدې پرته ده. يو وايي:

طالبان په آسانۍ سره نه شي تشخيص کېدای. هغوی ږيرې لري او ټوپک له ځانه سره گرځوي. خو دلته هر څوک په عنعنوي توگه داسې گرځي.
طالبان په آسانۍ سره نه شي تشخيص کېدای. هغوی ږيرې لري او ټوپک له ځانه سره گرځوي. خو دلته هر څوک په عنعنوي توگه داسې گرځي.انځور: AP

«موږ په خپل ټاټوبي کې هم وېرېدلو او دلته هم وېره لرو.»

په سيمه کې يې بمونه راغورځېدل او دلته يې برخه ليک ناڅرگند پاته دی. خو دغه حالت نه يوازې اعصابو پورې ناوړه اغېزې لري، بلکې ماشومان په مخونو او لاسونو کې التهاب يا گزک لري او ناروغه معلوميږي:«موږ د ډوډۍ دپاره په کافي توگه پيسې نه لرو، نو څنگه دارو درمل واخلو.»

ښاغلی شېر علي زياتوي چې د ملگرو او مخالفينو تر منځ تشخيص کول هومره آسانه کار نه دی:«مساله ډېره پېچلې ده. ځينې خلک رشتيا طالبان دي، ځينې له افغانستان څخه راغلي دي. ځينې خلک بيا د توندلارو سره هم نظره نه دي. خو هيڅوک نه شي ويلای چې څوک څوک دی. ځکه نو وضع خطرناکه او پېچلې ده.«

که افغانستان وي او که د پاکستان سرحدي سيمې لکه وزيرستان او باجوړ:امريکايي او يا پاکستاني ځواکونو له ورته ستونزو سره مخامخ دي. په داسې حال کې چې د سيمې اوسېدونکي د ترورستانو په تشخيص کې پاته راځي، امريکايان څنگه په دې چاره بريالي شي مخکې له دې چې په خلکو باندې ډزې کوي. د يو تر سره شوي بريد څخه وروسته سړی څنگه د خلکو ادعاگانې رد کي چې د مشکوکو ترورستانو پر ځای په بمباريو کې بې گناه ملکي وگړي وژل شوي دي.

«طالبان په آسانۍ سره نه شي تشخيص کېدای. هغوی ږيرې لري، اوږده وېښتان پرېږدي، پگړۍ په سر کوي او ټوپک له ځانه سره گرځوي. خو دلته هر څوک په عنعنوي توگه داسې گرځي. بله خبره دا ده چې که طالبان کوم چا ته ووايي چې ږيره پرېږده نو هېڅوک ورسره مخالفت نه کوي ځکه چې دا يو اسلامي کار بلل کېږي.»

ښاغلی شېر علي او د هغه کورنۍ غواړي چې په باجوړ کې خپل کلي کور ته ستانه شي. خو هغوی بايد انتظار وباسي تر څو چې جنگونه ساړه شي. ښاغلی شېر علي په دې نظر دی چې سوله به هله رامنځته شي کله چې په جگړو کې ښکېله يوه غاړه ماته وخوري.