1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

باجوړ: د پوځ په عملیاتو کې ۲۸ تنه شکمن وسله وال طالبان وژل شوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۴, شنبه
https://p.dw.com/p/15wiF

پاکستاني چارواکو نن خبر ورکړی دئ چې د افغانستان پولې ته څیرمه په شمال لویدیځه برخه کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ئې ۲۸ شکمن وسله وال طالبان وژلي دي. زیاته شوې ده چې د پاکستان امنیتي ځواکونو او د دولت پلوي قبایلي لښکر په گډه د باجوړ ایجنسې په سالارزو سمیه کې عملیات تر سره کړي دي.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه سیمه کې د طالبانو د موجودیت د تثبتیدو وروسته دغه عملیات تر سره شوي دي. د نوموړي چارواکي په وینا دغه وسله والې نښتې څلور ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې ئې دوه تنه قبایلي مشران هم ټپیان شوي دي. دغه عملیات وروسته تر هغې تر سره کیږي د باجوړ ایجنسۍ د طالبانو مشر دادالله په کونړ ولایت کې یوه ورځ وړاندې د ناټو په یوه هوایي برید کې سره د خپلو یوولسو ملگرو وژل شوی دئ.