1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغيس- هرات : ترانتخاباتو دمخه ډير کسان تښتول سوي دي

۱۳۸۹ شهریور ۲۶, جمعه

په بادغيس کي د انتخاباتود خپلواک کميسيون پر 8 تنو کارکونکوسربيره 18تنه داسي ملکي کسان ناڅرګندووسله والو وتښتول چه د انتخاباتو دپاره يې تياری نيوی

https://p.dw.com/p/PEni
انځور: AP

داخبردبادغيس دوالي وياندسيد شرف الدين مجيدي رسنيوته وکړه اوزياته يې کړه چي پيښه دمقرپه ولسوالۍ کي رامنځته سوه.

دکره معلوماتو دپاره مي په غربي زون کي د انتخاباتو دخپلوک کميسيون دعملياتي څانګي دمرستيال فدامحمد ذکي څخه وپوښتل، ويې ويل ورته خبرددوی دفترته هم رسيدلی دی،

«بلې دلومړنيوراپورونو پراساس پرون ماځيګر دابکمري ولسوالۍ کي پنځه يوه ورځني قرارداديان په يوه سيمه او2نورپه بل کلي کي ورک سوي دي . دغه کسان دکميسيون مامورين نه بلکي يوازي دانتخاباتو دپاره يې ديوې ورځي دندي قرارداد درلودی .»

خوددغودوو تنو مامورينو پر ويناسربيره دبادغيس سرپرست قوماندان ،اودامنيت آمر سمونوال عبدالجبارپخپله سيمه کي دهرډول دناامنۍ پيښي ردکړي، اوويې ويل ،

«په بادغيس کي امنيت نارمل دی، ټولوسيټونوته مو مواد ورسيدل دانسان تښتولو هيڅ پيښه نسته»

Noyan Wahlen Afghanistan
انځور: DW

دبادغيس همسايه ولايت هرات کي هم دولسي جرګې ديوه کانديد قاري صفي الله کورنۍ دهغه دورکيدو خبر ورکړی دی ، خبري رسنيوته يې وويل چي 3 تنه د خپلوملګروسره يو ځای ددوو ورځو راهيسي ادرسکن اوګذرې ولسواليوته تللي دي . ددوی په وينا په ادرسکن کي وسله والوبرمته کړيدي .

په غربي زون کي دساحوي زون د قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي وويل هغه ورک نه ، بلکي ښايي پخپله چيري ناست وي،

«صفي الله به په لڼدوخت کي بيرته راسي، ورک سوی ندی . سيمي ته په تلو يې هم پوليس په جريان کي ندي اچول سوي . دی ندی تښتول سوی»

په هرصورت ادرکسن دهرات هغه ولسوالي ده چه په دا وروستيووختو کي ديوې بلي کانديدي فوزيې ګيلاني پنځه تنه دکمپاين غړي پکښي وسله والو طالبانوبرمته او بيا يې ووژل . خودتازه پيښي په ارتباط تراوسه پوري هيڅ کومي وسله والي ډلي څه ندي ويلي .

شريف شرفيار

کتونکی :محمد قاسم نوري