1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغيس کي يوه پېغله په عام محضر کي وژل سوې ده

شرفيار/ هرات۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

په بادغيس ولايت کي یوه شل کلنه پېغله تر يوې صحرايي محکمې وروسته په عام محضر کي وژل شوې ده. عدلي او قضايي مامورین دغه شان محکمې د اسلامي اصولو خلاف بولي.

https://p.dw.com/p/18Tqs
--- DW-Grafik: Peter Steinmetz
Karte Afghanistan Provinz Badghis Englischانځور: DW

د دغه ولايت چارواکي وايي، چي طالبانو په يوه صحرايي محکمه کي يوه پېغله له کوره د تېښتي په تور تر محاکمه کولو وروسته وژلې ده.

د بادغیس د والي ویاند شراف الدین مجیدي له دويچه ويله سره په خبرو کي وویل، چي د دغه ولایت د ابکمري ولسوالۍ په کوکچل کلي کي ځايي طالبانو د حلیمې په نوم یوه۲۰ کلنه پېغله په عام محضر کي په مرميو ويشتلې ده.

هغه وويل: «دا ظالمانه کار د افغانستان د قوانیو خلاف عمل دی. موږ اوس د دې پيښي د عاملینو د پيژندلو او قانونو ته د سپارلو لټون پيل کړی دئ.»

د بادغيس ولايت د څارنوالۍ رئيس جان محمد نوري هم پیښه تائید کړه او ويې ويل، چي وژل شوې پېغله د داود په نوم له یوه تن سره له بادغیس څخه د تیښتي پر مهال د کورنۍ تر شکايت وروسته نيول شوې وه: «دغه پېغله د پلار د شکایت پر بنسټ په ابکمري ولسوالي کي په عام محضر کي ويشتل شوې ده.»

د بادغيس چارواکي د هغه کس د برخليک په اړه بې خبري ښيي چي ويل کيږي له پېغلي سره ئې د تېښتي پلان جوړ کړی وو.

ابکمري د بادغیس ولايت یوه له با امنو ولسوالیو څخه شمېرل کېده. د ځايي چارواکو په خبره په دغه سیمه کي د طالبانو نفوذ ډير لږ يا نه وو. خو اوس دې پيښي د خلکو انديښنې را پارولي دي.

د هرات پوهنتون د شرعیاتو څانګي استاد عبدالرحمن سلیم وايي، چي دغه عمل د اسلام له اصولو سره برابر نه دی. د هغه په خبره وژل شوې پېغله د نکاح په قيد کي نه وه.

که څه هم طالبانولا تر اوسه د بادغیس د صحرايي محکې په اړه څه نه دي ويلي خو پر دغي ډلي د ورته صحرايي محکمو تورونه لگول کيږي. دغي ډلي څو اوونۍ د مخه د هرات ولايت په رباط سنگي ولسوالۍ کي د دوو تنو يولاس او يوه پښه پرې کړل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب