1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارک اوباما : زه پرخپل دريځ ولاړ يم

۱۳۸۸ بهمن ۸, پنجشنبه

دامريکې دمتحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما پخپله وينا کي چي دهيواد دملي روانو حالاتو په هکله وکړل ، په هغه کي دهيواد کورنيو مسايلو ته ډيره پاملرنه شويده

https://p.dw.com/p/LikM
اوباما ملت د بيانيې پر وخت
اوباما ملت د بيانيې پر وختانځور: AP

په روان کال کي په تيره بيا په هيواد دوزګاري پر ضد مبارزه اوباما دخپل حکومت دکار دمهمو او اساسي دندنو څخه بولي . په داسي حال چي اوباما دخپل لمړي کال دکار په بهير کي پر اشتباو او نيمګړتياو اعتراف کوي ،کانګرس ته مخ اړوي او وايي چي راځۍ په ګډه سره داقتصادي تموجاتو دودي دپاره يو ګډ عملي نوی پروګرام جوړ کړو . کله چي اوباما پخپله وينا کي دخپل کار په لمړي کال کي دنيمګړتياو او اشتباهاتو څخه يادونه کوي وايي چي په رښتيا سره ځيني چاري په هغه چټکۍ سره چي فکريې کيده ، ندي تر سره شوي ،او زه له هغه کسانو سره چي مايوسه شوي ، تفاهم لرم خو زه داخبره په زغرده کوم چي زه به خپله لاره پرينږدم . داسمه خبره ده چي زمونږ په کارونو کي به نيګړتياوي وي ، خوکه چيري مونږ دغه نيګړتياوي دهغه ننګونو(چلنجونو) سره چي مونږ ورسره مخامخ و او يو ، پرتله کړو ، نو دا به دومره ډيردانديښنې وړ نه وي . مونږ بايد اوس روان کال ته چي په مخ کي يې لرو ،پام را واړو .

دسياسي تګ لاري بدلون . دکار بازار ته زياته پاملرنه .

اوباما وايي چي په روان کال کي به زما دحکومت اساسي هڅه او فعاليت به دي لاره کي وي ، وزګارانو ته دکار ځايونه پيدا شي . هغه کسان چي وزګاره دي ، هغوي له وزګاري څخه رنځ وړي . دوي مرستو ته اړدي ، زه غواړم چي په نژدي راتلونکي کي دکار دپيدا کولو دپاره يو قانون نافذ کړاي شي ، او ددغه قانون په بنا هيله کوم چي دهيواد دکار په بازار کي يو رونق پيدا شي . دي موخي ته درسيدلو دپاره غواړم هغه 30 مليارده ډالره چي دلويو بانکونو څخه بيرته ترلاسه شوي دي ، هغه دهغه کوچنيو تصديو سره دمرستي په لاره کي ولږيږي چي دمالي ستونزو سره مخامخ دي . بايد په مالي بازارونو کي يوي نوي نظم منځ ته راشي . او دکورني سياست په برخه کي زمونږ بله ستره ربړه دبودجي ربړه ده . ددغي ربړي دله منځه وړلو دپاره اوباما غواړي دخپل دکال په در يو راتلونکي کلونو کي دغه کسر راټيت کړي او به همدي روان ميلادي کال کي به هم د شلو ملياردو ډالرو په اندازه سپما وشي او ددولت په بودجه کي به دسپما دغه لاره کرښه به کرشه تعقيبيږي . او داړي به صورت کي به دي په دي لاره کي دخپل دويتو له حق څخه هم کار واخلي . اوباما وايي زه به دروغتيايي چارو په برخه کي هم خپل دريفورم تګلاري ته دوام ورکړم . که څه هم ددغه ريفورم دمخنوي دپاره مقاومتونه دوام لري .

دبهرني سياست په برخه کي :

دخپل بهرني سياست به برخه کي اوباما وايي چي داګست دمياشتي تر پايه پوري به دامريکي دمتحده ايالتونو ټول جنګي واحدونه له عراقه څخه ووځي . دغه جګړه به پاي ته ورسيږي او له عراقه څخه ړبه زمونږ عسکر بيرته کورته راځي .

خو دافغانستان دجګړي په هکله بيا اوباما وايي چي به دغه لانجه کي مونږ لستونزو څخه ډک يو وخت په مخ کي لرو . خو زه بياهم خوشبينه يم . مونږ به دافغانستان دارودو په روزنه کي به جدي توګه زيار وباسو تر څو چي سر د 2011 ميلادي کال دجولاي له مياشتي څخه له افغانستان نه دامريکايي عسکرو په ايستلو پيل وشي .

CNN/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري