1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارک اوباما غواړي هندوستان ته په سفر ولاړ سي

۱۳۸۹ خرداد ۱۴, جمعه

ددده د ډيپلوماسۍ د سياست يوه مهمه برخه د نړۍ ددوو لويو ډيموکراسيانو يعني د متحده ايالاتو او هند تر منځ اړيکي لا ښه کول دي

https://p.dw.com/p/Nhls
انځور: AP

په لوړه سطح د خبرو اترو وروسته متحده ايالتونو په افغانستان کي د هند د کردار او رول لوبولو د پوره ملاتړاعلان هم کړی دی. دا هم په داسي حال کي چي پاکستان په افغانستان کي د هندوستان و رول ته د شک په سترگه گوري.

د سړې جگړې تر ختمېدو وروسته د هندوستان او امريکا روابط ډير ښه سوي او ټينگي سوي دي. خو د هند بعضي پاليسي جوړونکي د نوي رامخته کېدونکي نړۍ وال قدرت چين سره د متحده ايالتونو مخ پر زياتېدو گډ کار او د تندلارو اسلامپالو په مقابل کي د پاکستان سره مرستو ته په ځېر سره متوجه دي.

د هندوستان سره د مناسباتو د ښه کولو د خپلې ژمنتيا په ترڅ کي اوباما په سمبوليک ډول د بهرنيو چارو د وزارت و يوې غونډې ته ورغلی . ددغه غونډې موضوع د هندوستان او متحده ايالتونو تر منځ ستراتيژيک روابط وه. دغې غونډې ته د وينا پر وخت اوباما وويل:

«د امريکا او هندوستان تر منځ روابط په اساسی ډول بې ساري دي.»

ودغې غونډې ته د لوړ پوړو امريکايي او هندي چارواکو تر څنگ د هند نژاده امريکايانو د ټولنې گڼ شمېر غړي هم راغلي وه چي د وخت په تېريدو سره يې اثر ډېر مهم بلل کيږي. غونډې ته د وينا پر وخت اوباما زياته کړه:

«زموږ تر منځ ډېر زيات ورته والی سته. نه يوازي دا چي زموږ ارزښتونه مشترک دي او په دواړو هيوادو کي د کلتورونو تنوع او رنگيني ډيره ده، بلکه د نړۍ د دغو دوؤ لويو جمهوريتو د خلکو تر منځ ټينگي او ژوري اړيکي هم موجودي دي.»

اوباما و هند ته د خپل لومړي سفر دقيقه نېټه او ورځ په گوته نه کړه ،خو وې ويل چي د نوامبر په سر کي به هندوستان ته ولاړ سي . اوباما د نوامبر په دريالسمه او څوارلسمه نېټه جاپان ته سفر لري ،چيري چي به هغه د آسيا او اوقيانوس د غاړو د هيوادونو د اقتصادي ګډ کار ټولني يا اوپېک په غونډه کي برخه واخلي. ښايي د همدغه غونډي څخه تر مخه او يا وروسته دی هندوستان ته ولاړ سي . خو د دې څخه ډېر تر مخه ښايي هغه په امريکا کي وي وليٍ چي د نوامبر په دويمه نېټه په امریکا کي د منځنۍ دورې انتخابات دي. د اوباما ډيموکراټ گوند کوښښ کوي چي پدغو انتخاباتو کي ډيري رايې تر لاسه کړي، او پدې ډول د امريکا په کانگرس کي خپل اکثريت برقراره وساتي.

ترغونډې وروسته پر دې هم هماهنگي رامنځ ته سوه چي د افغانستان په هکله به داوړه هيوادونه دوامداره مشورې سره کوي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير ايس ايم کرشنا د خپلې سيالي هېلري کلنټن سره په يوه گډه اعلاميه کي وويل:

« زموږ دواړو هيوادو دغه هيله ده چي د افغانستان خلک د سولي او امن په يوه فضا کي د بيا رغونې او پرمختگ په خپلو هڅو کي بېله خارجي لاسوهنې بريالي سي. د افغانستان بريا په ټوله سيمه کي د سولې اواستحکام دپاره مهمه ده.»

US-Präsident Barack Obama in Indien
انځور: AP

پدغه گډ کانفرانس کي هېلري کلنټن په خپل وار د هند څخه مننه وکړه چي د افغانستان سره سخاوتمندانه کومکونه کوي. دې وويل:

« کله چي ښاغلي کرشنا ماته د افغانستان او هندوستان تر منځ د روابطو د زوړ تاريخ په هکله وويل ،نو زه ډېره خوشاله سوم . هغه پراختيايي پروژې چي هند يې په افغانستان کي پر مخ بيايي ،ډېري مهمي دي.»

خو پاکستان په افغانستان کي د هند پر رول شکونه او اندېښنې لري. پداسي حال کي چي پاکستان د طالبانو د رژيم سخت ملاتړی هيواد ؤ، د سپتامبر د يولسمې وروسته پاکستان اړخونه بدل کړل او د طالبانو پر ضد د امريکايانو ملگری سو او په کابل کي يې د کرزي د ادارې په واک راوستلو کي د امريکا سره کومک وکړی.

اوباما د هغو 7.5 بليونو ډالرو د مرستندويه مجموعو پلوي کړېده چي د پنځو کلو په اوږدو کي يې متحده ايالتونه و اټومي قدرت پاکستان ته ورکوي . پدې ډول امريکا هيله لري چي په پاکستان کي د ادارو د رغولو او ډيموکراسۍ د پياوړي کولو سره به د تندلارو اسلامپالو ستونزه تر يوه حده هواره سي.

هندوستان بيا د امريکا څخه غوښتي دي چي پر پاکستان فشار ډير کړي چي د لشکر طيبه تر څنگ د نورو ترهگرو پاکستاني گروپونو مخ ونيسي . په همدې ارتباط د هند د بهرنيو چارو وزير ايس ايم کرشنا وويل:

« د هند او پاکستان تر منځ د اړيکو کمښت يو مهم اړخ دی. دوامداره ترهگريزه تهديد زموږ هنديانودپاره ډير د اندېښنې سبب دی.»

AFPE/ احمد ولي اڅگزی

کتونکي : محمد قاسم نوري