1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارک اوباما هندوستان ته روان دی

۱۳۸۹ آبان ۱۳, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما هند ته د خپل سفر په ترڅ کي ، غواړي چي هغه انديښنو ته خاتمه ورکړي چي ګواکي واشنګټن د نړۍ د دې ستري ديموکراسۍ سره ډيره ليوالتيا نه لري.

https://p.dw.com/p/PycF
دی پدې سفر کي د څلورو اسيايي هيوادونه څخه ليدنه کوي، چي هندوستان هم يو له دغو هيوادونو څخه دی.
دی پدې سفر کي د څلورو اسيايي هيوادونه څخه ليدنه کوي، چي هندوستان هم يو له دغو هيوادونو څخه دی.انځور: AP

دا په داسي حال کي ده چي د هندوستان ډير شمېر چارواکي په ورستيو کي په دي نظر دي چي د امريکا د متحده ايالات حکومت نورو هيوادونو ته ډيره ليوالتيا ښيي.

اوباما، چي ګوند يې تازه په پارلماني ټاکونو کي ماته خوړلې، په راتلونکې اونۍ کي په اسيايي سفر روانيږي.

دی پدې سفر کي د څلورو اسيايي هيوادونه څخه ليدنه کوي، چي هندوستان هم يو له دغو هيوادونو څخه دی.

رابرت بلک، چي د جورج بوش د ولسمشرۍ په دوران کي هندوستان ته د متحده ايالايو سفير پاته سوی دی، ويلي دي چي باراک اوباما بايد د امريکا د پارلمان څخه د هندوستان د يو مهم هدف لپاره چي د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کي دايمي څوکي لاس ته راوړل دي، ملاتړ تر لاسه کړي.

په همدې حال کي بيا يو امريکايي څيړنيز سازمان چي دوه پخواني امريکايي ديپلوماتان، ريچارد ارميتيج او نيکولاس بورنس، يې مشري کوي وايي چي امريکا بايد د هندوستان د نړيوالو اهدافو څخه ملاتړ وکړي.

دغه سازمان همدراز ويلي دي چي امريکا بايد د هندوستان سره، په تجارتي اړيکو کي اسانتياوي راولي ترڅو هندوستان وسي کولای د دغه هيواد څخه نظامي تجهيزات واخلي.

دغه سازمان زياتوي چي امريکا بايد د هندوستان رول په افغانستان کي لا ډيرکړي او د دغه هيواد سره د چاپيريال په ساتنه کي هم همکاري وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي پاکستان تل د هندوستان رول په افغانستان کي رد کړی دی، خو امريکا د پاکستان سره د اړيکو په غځولو کي کوښښ کړی دی او په همدي ورستيو کي يې پاکستان ته يو پوځي مرسته وکړه.

امريکايي پروفيسور بورنز وايي چي امريکا بايد د پاکستان سره اړيکي ولري، خو امريکا بايد د پاکستان هغه غوښتنه چي هندوستان دي په افغانستان کي رول ونلري، ونه مني.

پورنز وايي چي دی انديښنه لري چي امريکا د پاکستان سره د لنډ مهالو منافعو په خاطر، د هندوستان سره د اوږد مهاله او ستراتيژيکو اړيکو څخه سترګي پټوي.

هندوستان اوس مهال د امريکا له ملاتړ څخه برخمن دي، خو دغه هيواد بيا د سړې جګړې په دوران کي د امريکا سره ‎ښې اړيکي نه درلودې، ځکه چي ډير شمير امريکايي سياستوال په دې اند ول چي هند د بخواني شوروي له سياسي ملګرو څخه يووه.

د کارپوهانو په خبره امريکا بايد د هندوستان سره په اړيکو کي په واقعبينانه ډول فکر وکړي. دی وايي چي د هندوستان او امريکا منافع په ځينو کليدي مسايلو کي، يو بل سره اختلاف پيدا کوي چي په دغو مسايلو کي افغانستان او پاکستان هم شامل دي.

دوی وايي که هندوستان د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کي دايمي چوکۍ ترلاس کړي نو د متحده ايالاتو سره به، په ډيرو مسايلو کي په مخالفت کي وي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل