1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارک اوباما په آلمان کي

۱۳۸۷ مرداد ۳, پنجشنبه

هغه څه چي برلينيانو اول د بارک اوباما د لیدو څخه مشاهده کړل، دا دي چي په هغه ځای کي چي دی بيانيه ورکوي، لاري بندي سوې، او قطارونه جوړسوي دي.

https://p.dw.com/p/Eirq
د برلين وګړي د اوباما انتظار باسي
د برلين وګړي د اوباما انتظار باسيانځور: picture-alliance/dpa

په هغه ځای کښي چي بارک اوباما بيانیه ورکوي، دهغه شاوخوا مهم سړکونه څو ورځي د مخه لا بند سوي دي. په زرهاوو برلينيان به د ده د بيانيې اوريدو ته ورسي.

په برلين کي ډير داسي کسان ژوند کوي، چي هغه د بارک اوباما خاص علاقه مندان ندي، خو کنجکاوه کسان دي، چي یو د هغو څخه امريکايي Brent Goff دی، چي دی ددې څخه تعجب کوي چي څونه کسان د امريکا د جمهوري رياست د کانديد اوباما د بيانيې اوريدو ته ورځي:

«زه داسي احساس کوم چي د موزیک کم هنرمند او ستوری راځي، او هغه د سياست سره ډير لږ اړه لري، او ده ته د ليدو تلوسه هم د يوه نوي احساس په خاطر ډيره ده. زه فکر کوم چي ټوله اروپا او جرمني هم د بوش څخه ستړي سوي دي. تر اتو کالو وروسته خلګ ډيرغواړي چي بوش د صحنې څخه ليري او یو نوی جمهور رييس انتخاب سي.»

د امريکا د جمهوري رياست و چوکۍ ته د ډيموکراتانو کانديد بارک اوباما
د امريکا د جمهوري رياست و چوکۍ ته د ډيموکراتانو کانديد بارک اوباماانځور: AP

بارک اوبامابه حتمآ غوښتل چي خپله بيانيه د Brandenburger Tor په نامه په دروازه کي ورکي، چيري چي رونالډ ریګن او بيل کلينټن هم خپلي مشهوري بيانيې ورکړي وې. خو دوی دواړه د اوباما برعکس جمهور ريسان ول. د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل پدې عقیده ده، چي Brandenburger Tor د انتخاباتي مبارزې لپاره يو صحیح ځای ندی، چي بيا برعکس د خارجه چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير هغه ښه ځای بولي، خو ميرکل پر خپله خبره ولاړ ه ده.

پدې حساب نو بارک اوباما په Brandenburger Tor کي نه بلکي د هغه څخه ډير ليري هم نه خپله بيانيه ورکوي. سر بيره پرهغه دی د صدراعظمي او خارجه چارو وزير لخوا منل کيږي او د هغو سره ګوري. څنګه چي د جرمني حکومت نه غواړي د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتي مبارزه کي مداخله وکي، د دوی تر خبرو وروسته کمه رسمي اعلاميه هم په نظر کي نده نيول سوې.

او د باندي بيا ټوله د اوباما عمومي بيانيې ته منتظردي، چيري چي دی د خارجي سياست په باب خپل نظر څرګندوي.