1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بالکان هیوادونه اقتصادي مهاجر خپلو اصلو ټاټوبو ته استوي

Christoph Hasselbach/ Satar Jahesh۱۳۹۴ آذر ۱, یکشنبه

د بالکان حوزې ځینې هیوادونو د هغو کسانو له راننوتو څخه مخنیوی کوي چې ښایې اقتصادي مهاجر وي. میلیتا سونیچ د مهاجرو لپاره د UNHCR د بګراد له دفتر څخه دویچه ویله ته وايي چې دا مهاجرو په حالاتو کې یو ژور بدلون دی.

https://p.dw.com/p/1HANp
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/R. Atanasovski

دویچه ویله:میرمن سونیچ، تاسو کولای شئ موږ ته د حالاتو په اړه ووایئ؟ کوم هیوادونه مهاجر پریږدي او کوم هیوادو د هغوی له راتګ څخه مخنیوی کوي؟

میلیتا سونیچ: څلورو هیوادونو تقریبا په یوه وخت کې دا قوانین وضع کړل. دا هیوادونه مقدونیه، صربستان، کروشیا او سلوانیا دي. یوازې هغه کسان دغو هیوادونو ته د ننوتو اجازه لري چې د اصلي هیواد په نظر کې نیولو سره مهاجر وګڼل شي. دا په دې معنی چې سوریایان، عراقیان او افغانان [دې هیوادونو ته] د ننوتو اجازه لري او نور کسان بیرته استول کیږي.

دویچه ویله: په کوم دلیل؟

میلیتا سونیچ: دلیل سیاسي دی. سلوانیا په پیل کې اعلان وکړ چې هغوی به یوازې د سوریي، عراق او افغانستان مهاجرو ته اجازه ورکړي چې له پولو څخه یې تیر شي خو د نورو هیوادونو مهاجرو ته اجازه نه ورکول کیږي. له دې وروسته په بالکان حوزه کې ځینې نورو هیوادونو هم دا کار وکړ ځکه چې هغوی هم د نورو هیوادونو مهاجر نه غواړي.

دویچه ویله: په ډیرو حالاتو کې د اروپایي اتحاديي غړي هیوادونه مهاجر بیرته د اروپا نورو هیوادونو ته چې د اتحاديې غړي نه دي استوي خو د مقدونیه سره دا حالت معکوسه دی. دلته یو اروپايي هیواد چې د اروپایي اتحاديې غړیتوب نه لري مهاجر بیرته د اروپایي اتحادیې یو غړي هیواد ته استوي، لکه یونان ته. هغوی وايي یونان د دې پر ځاې چې دا کسان ثبت کړي له خپل هیواد څخه بهر استوي.

میلیتا سونیچ: موږ د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو په سازمان کې له تیرو څو میاشتو راهیسې وایو چې هغه کسان چې په اروپایي اتحادیه او په خاصه توګه په یونان کې دي دا حق لري چې د پناه غوښتنلیک یې وارزول شي، دا مهمه نه ده چې غوښتنلیک یې منل کیږي او که نه خو بیا هم دا کار د ځینې لاملونو له کبله نه تر سره کیږي. یونان دا توان نه لري چې خپل مسولیت سر ته ورسوي. وضعیت کمزوری دی. د کډوالو د منلو مرکزونه باید په یونان کې د ټولې اروپایي اتحاديي لپاره په کار پیل وکړي تر څو مهاجر هلته ثبت شي، د پناه غوښتنلیک یې وڅیړل شي او له تائید څخه وروسته د اروپایي اتحاديې نورو هیوادونو ته واستول شي.

Melita Sunjic
میلیتا سونیاک په بلګراد کې د د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي سازمان (UNHCR) د دفتر ویانده ده.انځور: Igor Pavicevic/UNHCR

دویچه ویله: ایا د کروشیا په شان د اروپایي اتحادیې یو غړی هیواد کولای شي د یو چا د راتګ مخنیوی وکړي چې مثلا له اریتیریا څخه راځې؟ ډیر امکان شته چې آلمان یو اریتیریایي کس ته پناه ورکړي. په نورو الفاظو، ایا د دې کسانو له راتګ څخه مخنیوی د مهاجرو د ۱۹۵۱کال د کنوینسیون نقض دی؟

میلیتا سونیچ: دا کنوینسیون وايي چې یو کس کولای شي هغه هیواد ته سفر وکړي چې غواړي هلته د پناه غوښتنه وکړي، حتی که مناسب اسناد هم ونه لري.

دویچه ویله: یعني ستاسو ځواب دا دی چې هغه هیواد نه شي کولای د دې کس له ننوتلو مخنیوی وکړي؟

میلیتا سونیچ: بلي، د قانون له مخې هغه هیواد نه شي کولی د دې کس مخنیوی وکړي.

دویچه ویله: د دې حالاتو د درولو له پاره څه ته اړتیا ده؟

میلیتا سونیچ: اول: د بالکان پر لاره ټولو هیوادونو د مهاجرو له پاره د جینوا کنوینسیون لاسلیک کړی دی او د دې کنوینسیون د پناه غوښتنې سیستم کاروي. نو هغه کسانو ته چې مخه یې نیول شوي ده زموږ مشوره دا ده چې په هر هیواد کې چې یاست همالته د پناه غوښتنه وکړي. خلک د پناه غوښتنې قانوني حق لري خو د پناه غوښتنې له پاره د هیواد د انتخابولو حق نه لري.

Grenze Griechenland Mazedonien Flüchtlinge
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa/G. Licovski

دویچه ویله: د کروشیا د کورنیو چارو وزیر ادعا کوي چې د دې کار تر شا اروپایي کمیسیون دی. تاسو په دې اړه څه ویل غواړئ؟

میلیتا سونیچ: موږ په سیاسي بحث کې شامل نه وو. موږ هم دې اقداماتو په تعجب کې اچولي یو. موږ ته هیچا دمخه احوال نه وو راکړی او موږ هغه څه ته غبرګون وښود چې سیاستوالو موږ ته وویل. د مهاجرو د کړکیچ له پیل راهیسې حالات همداشان دي.

دویچه ویله: پر هغو کسانو چې له راتګ څخه یې مخنیوی شوی څه کیږي؟

میلیتا سونیچ: که هغوی په رښتیا مهاجر وي نو پرته له دې چې د پناه غوښتنه وکړي بله کومه لار نه لري. او که هغوی اقتصادي مهاجرو وي او د پناه د غوښتنې له پاره زړه نه ښه کوي نو د بې اسناده مهاجرو په توګه به هغوی سره دکورني قانون له مخې سلوک کیږي.

دویچه ویله: ایا تاسو کولای شئ چې ووایي اوسمهال څه شمیر کسان او چیرته بند پاتي دي؟

میلیتا سونیچ: شاوخوا ۳۰۰کسان اوسمهال په سلوانیا کې بند دي. ۵۰په جنوبي پولې کې او ۲۵۰نور په شمالي پوله کې. همداراز په مقدونیه کې هم شاوخوا ۳۰۰کسان بند پاتي دي.

دویچه ویله: آلمان ته هره ورځ د زرونو کسانو د راتګ په پرتله دا ډیره لوړه شمیره نه ده؟

Flüchtlinge Grenzbarrieren Grenze zwischen Mazedonien Serbien
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/R. Atanasovski

میلیتا سونیچ: دا له دې کبله چې ۹۳سلنه ثبت شوي مهاجر چې له صربستان څخه راځي له هغو دري هیوادونو څخه دي چې ما یې نومونه واخیستل [افغانستان، عراق او سوریه] او ډیر شمیر یې له سوریې څخه دي. دا په دې معنی ده چې یوازې ۷سلنه یې له نورو هیوادونو څخه دي.

دویچه ویله: یعنې د دې کسانو بیرته استولو له پاره کوم دلیل نه وو، حتی د بالکان هیوادونو د دلایلو په نظر کې نیولو سره هم، ځکه چې د سوریې، عراق او افغانستان پرته د نورو هیوادونو د مهاجرو شمیر دومره ډیر نه دی؟

میلیتا سونیچ: ډیر کم [کسان دي]. خو طبعا دې ته اړتیا ده چې د مهاجرو او کډوالو ترمنځ تفاوت وشي. خو دا کار یوازې هغه وخت باید وشي چې ټولو کسانو ځانونه ثبت کړي وي او د پناه غوښتنلیک یې وارزول شي.

دویچه ویله: له دې هیوادونو څخه ستاسو غوښتنه څه ده؟

میلیتا سونیچ: د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي سازمان نظر دا دی چې اروپایي اتحاديه باید لومړی یوه گډه اروپایي تگلاره جوړه کړي. داسې نه شي کیدای چې هر هیواد خپل کورني قوانین پر مهاجرو پلي کړي. اروپا باید یوه گډه هڅه وکړي. له تیرو څو میاشتو څخه موږ دا غوښتنه کوو چې په یونان کې د کډوالو د منلو مرکزونه جوړ شي تر څو مهاجر هلته ثبت شي، د پناه غوښتنلیک یې وارزول شي او د قبولۍ په حالت کې د اروپایي اتحاديې پر غړو هیوادونو وویشل شي. هغه کسان چې مهاجر دي هغوی ته باید پناه ورکړل شي او هغه کسان چې د پناه د غوښتنلیک د ارزونې پایله يې ښیي چې مهاجر نه دي بلکې خپل اصلي هیواد یې د اقتصادي ستونزو له کبله پریښی دی نو هغوې کیدای شي بیرته خپل اصل هیواد ته واستول شي.

میلیتا سونیچ په بلګراد کې د د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي سازمان (UNHCR)د دفتر ویانده ده.