1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان: د کیمیاوي وسلو کارونه سخت عواقب لري

مسعود جهش (Reuters, AFP, dpa)۱۳۹۲ شهریور ۱, جمعه

د ملګرو ملتونو سرمنشي په سوریې کې له ښکیلو اړخونو غوښتي چې د دغه سازمان څیړونکو ته اجازه ورکړي چې په دغه هیواد کې د کیمیاوي وسلو د کارونې تورنه وڅیړي. په عین حال کې د سوریایي کډوالو ماشومانو شمیر یو میلیون ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/19V2g
انځور: imago/Xinhua

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کیمون، د جمعې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د سوریې رژیم باید د ملګرو ملتونو څیړونکو ته اجازه ورکړي چې په دې هیواد کې د کیمیاوي وسلو د کاریدو تورونو په اړه څیړنې وکړي.

د ملګرو ملتونو د څیړونکو ډله لا وختي سوریې ته رسیدلې ده. هغوی غواړي د هغو تورونو په اړه څیړنې وکړي چې ښيي د ولسمشر اسد پلوي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د پلازمینې دمشق په څنډو کې پر یوې برتې سیمې باندې کیمیاوي وسلې کارولي دي.

که څه هم تر اوسه پورې په دې اړه چې د اسد رژیم دې کیمیاوي وسلې کارولي وي شواهد نه دي موندل شوي، خو د سوریې پاڅونکوونکي ادعا کوي چې د اسد رژيم په دې سیمه کې کیمیاوي وسلې کارولي چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د سوریې فعالینو په انترنت کې یوه ویدیو هم خپره کړې ده چې په کې د ماشومانو په ګډون یو شمیر بې هوشه کسان ښوول شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په جنوبي کوریا کې وویل: «د بشریت پر ضد دغه شان یو جرم باید د هغه د ترسره کوونکو له پاره سخت عواقب ولري.» بان روښانه کړه چې هغه د خلع سلاح په برخه کې له خپلې ځانکړې استازې انګلا کین، څخه غوښتي دي چې ژر تر ژره دمشق ته سفر وکړي.

تر دې مخکې د سوریي پاڅونکوونکو او د دغه هیواد رژیم پر یو بل باندې د کیمیاوي وسلو د کارونې تورونه لګولي ول. بان وویل اوس د سوریې په کړکیچ کې ښکیل اړخونه د خپلو ادعاو د اثباتولو چانس لري. هغه زیاته کړه: «زه د دې له پاره هیڅ دلیل نه وینم چې یا دې حکومت او یا هم اپوزیسیون له دغه چانس څخه د حقیقت د بربنډولو له پاره استفاده و نه کړي.»

په عین حال کې د پنجشنبې په ورځ د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله، د سوریې په کړکیچ کې له ښکیلو اړخونو څخه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو څیړونکو ته اجازه ورکړي ترڅو په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د کارونې د تورونو په اړه پلټنې وکړي.

د سوریایي کډوالو ماشومانو شمیر یو میلیون ته ورسید

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNICEF) ویلي دي چې د هغو ماشومانو شمیر چې د جګړو له کبله د سوریې پریښودو ته اړ شوي دي اوس یو میلیون ته رسیدلی دی. د دغې ادارې اجرائیوي مشر انتوني لېک، په یوې بیانیه ویلي دي چې دغه ماشومان په ډیر ناوړه وضعیت کې دي.

د ماشومانو له پاره د ملگرو ملتونو د ادارې دغه چارواکي پر نړیوالې ټولنې باندې تور لگولی دی چې د سوریې د کړکیچ په حلولو کې پاتې راغلې ده او په دې ترتیب سره یې د دغو ماشومانو پر وړاندې خپل مسوولیت نه دی ادأ کړی.

په سوریې کې له څه نا څه دوو کلونو راهیسې کورنۍ جگړه روانه ده چې په پایله کې یې تر ۱۰۰۰۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي. د ملگرو ملتونو په حواله د وژل شویو کسانو په ډله کې ۷۰۰۰ ماشومان هم شامل دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب