بان کيمون په برما کې د سان سوچي سره وکتل
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهاعلان
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون، برما ته د خپل سفر په پای کې د اپوزیسیون له مشرې اونګ سان سوچي سره وکتل. د نوبل د جایزې ګټونکې سان سو چي، بان ته په رنګون کې پخپل هغه کور کې هرکلی ووایه چې دا پکښې په کالو کالو نظر بنده وه.
د دوشنبې په ورځ بان کيمون د لومړي بهرني میلمه په توګه د برما پارلمان ته وینا وکړه. هغه پخپلو خبرو کې په برما کې د سیاسي بدلون ستاینه وکړه. ده د لویدیځو هیوادونو له خوا د برما پر ضد د بندیزونو د نرمولو د پریکړې هرکلې وکړ او د لا نورو ګامونو د پورته کولو غوښتنه ئې وکړه.