1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان کي مون د صوماليا لپاره د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ خرداد ۱۳, شنبه
https://p.dw.com/p/156qc

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د صوماليا د بيا رغونې لپاره د لا زياتو مرستو غوښتنې کړې ده. نوموړي دا غوښتنه په استانبول کي په يوه نړیوال کانفرانس کي وکړه. بان کي مون ويلي دي چي د سولي د پروسه د صوماليايانو په خپل لاس کي ده، خو نړیوال بايد په دې پروسه کي د هغوی سره مرسته وکړي.

بان کي مون د صوماليې پر منځمهاله حکومت چي دنده ئې د اگست پر شلمه نېټه پای ته رسيږي، ږغ وکړ چي د پراخ بنسټه سولې د پروسې او د ولسمپوښتنې او ټاکنو لپاره دي لاري هواري کړي. پدغه کانفرانس کي د ترکيې په مشري د صوماليې د بيا رغوونې او د امنيتي ځواکونو او د عدليې د جوړولو لپاره د ځانگړي صندوق د جوړولو پر سر هم توافق وسو. صوماليه د کلنو راهيسي د کورنۍ جگړې او امنيتي ستونزو سره مامخ ده.